Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 10:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 د دې مُلک نه هغه اسور ته لاړو او د نينوه، رحوبوت عير، کلح،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 10:11
17 Iomraidhean Croise  

او د رسن ښارونه يې جوړ کړل، رسن د نينوه او د لوئ ښار کلح په مينځ کښې دے.


بيا د اسور بادشاه سينحرب راواپس شو او نينوه ته لاړو.


نو هغوئ د زرُبابل او د ډلو مشرانو سره مِلاوېدو له راغلل او ورته يې ووئيل، ”د مالِک خُدائ په کور جوړولو کښې به مونږ هم درسره ملګرى شُو. مونږ هم د هغه خُدائ پاک عبادت کوُو د کوم چې تاسو کوئ، مونږ هغۀ ته قربانۍ پېش کوُو د اسور بادشاه اسرحدون د وخت نه چا چې مونږ دلته د اوسېدو دپاره راولېږلو.“


تر دې چې اسوريان ورسره هم يو ځائ شوى دى، او خپل طاقت يې د لوط اولاد سره رايوځائ کړے دے.


بيا د اسور بادشاه سينحرب خېمې وويستلې او واپس خپل مُلک ته لاړو. هغه نينوه ته ورسېدو او هلته ايسار شو.


د حاران، کنه او عدن، د شيبا سوداګرو او د اسور او کِلمد خلقو هم تا سره تجارت وکړو.


اسور خپل ټول فوج سره هلته ‎پروت دے، هغه د خپلو ټولو وژلے شوو د قبرونو په مينځ کښې راګېر دے، هغوئ ټولو سره چې په تُوره قتل شوى دى.


اسور مونږ نۀ شى بچ کولے او نۀ مو جنګى آسونه حِفاظت کولے شى. مونږ چې کوم بُتان جوړ کړى دى هغې ته به هيڅکله نۀ وايو چې تاسو زمونږ معبودان يئ. ځکه چې صرف هم تۀ، مالِک خُدائ په يتيم باندې رحم کوې.“


”سمدستى د نينوه لوئ ښار ته لاړ شه او د هغې خلاف زما د فېصلې اعلان وکړه، ځکه چې ما ليدلى دى چې د دغه ښار خلق څومره بدعمله دى.“


هغوئ به د تُورې په زور د اسوريى په مُلک، او د نمرود په مُلک به د تُورې په زور حکومت کوى. هغه به مونږ د اسوريانو نه خلاص کړى کله چې هغوئ زمونږ په مُلک باندې حمله وکړى او زمونږ سرحدونو ته راننوځى.


د ناحوم القوشى د رويا په کِتاب کښې د نينوه په حقله پېغام.


نينوه لکه د تالاب په شان دے او د دې اوبۀ روانې دى. ”ايسار شئ، ايسار شئ،“ هغوئ چغې وهى، خو هيڅ څوک شا ته نۀ ګورى.


هغه ټول څوک چې تا ګورى هغوئ به تا نه وتښتى او وائى به، د نينوه نه کنډر جوړ شوے دے، څوک به د هغې دپاره ماتم کوى؟ څوک به هم نۀ وى چې تا له تسلى درکړى؟


هغه به خپل لاس اوږد کړى د شمال خلاف او اسور به تباه کړى، نينوه به شاړ او ويجاړ کړى او لکه د صحرا په شان به يې اوچ کړى.


خو تاسو قينيان به تباه شئ کله چې اسوريان تاسو قېديان بوځى.“


سمندرى جهازُونه به د قبرص نه راشى، هغوئ به اسور او عِبر فتح کړى، خو په آخر کښې به قبرص هم تباه شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan