8 هغۀ په دې چت ”آسمان“ نوم کېښودو. شپه تېره شوه او سحر شو. دا دوېمه ورځ وه.
هغۀ په اوچه ”زمکه“ نوم کېښودو او په يو ځائ راغونډو شوو اوبو يې ”سمندر“ نوم کېښودو. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو.
شپه تېره شوه او سحر شو. دا درېمه ورځ وه.
شپه تېره شوه او سحر شو. دا څلورمه ورځ وه.
شپه تېره شوه او سحر شو. دا پينځمه ورځ وه.
خُدائ پاک دا ټول څيزونه وکتل او هغه ډېر خوشحاله وو. شپه تېره شوه او سحر شو. دا شپږمه ورځ وه.
او په رڼا يې ”ورځ“ نوم کېښودو او په تيارۀ يې ”شپه.“ شپه تېره شوه او سحر شو. دا وړومبۍ ورځ وه.
نو هم داسې وشول. نو خُدائ پاک فضا جوړه کړه چې لاندې اوبۀ د پاس اوبو نه جدا وى.
بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”د آسمان لاندې اوبۀ دې په يو ځائ راغونډې شى، نو اوچه به راښکاره شى.“ نو هم داسې وشول.
هغوئ يې نر او ښځه پېدا کړل، بختور يې کړل او ”بنى آدم“ نوم يې پرې کېښودو.
او هغه چا چې آسمانونه يې په حِکمت سره پېدا کړل، د هغۀ مينه ابدى ده.
د بنى اِسرائيلو په حقله دا د مالِک خُدائ پېغام دے. د هغه مالِک خُدائ، چا چې آسمانونه خوارۀ کړى دى، چا چې د زمکې بنيادونه اېښى دى، او چا چې بنى آدم له ساه ورکړې ده، هغه فرمائى،