6 بيا خُدائ پاک حُکم وکړو چې، ”د پاسنو او لاندينو اوبو تر مينځه دې فضا جوړه شى.“
بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”ځلېدونکى څيزونه دې په آسمان کښې راښکاره شى چې ورځ د شپې نه جدا کړى او چې د ورځو، مياشتو او د کالونو دپاره نښې شى،
بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”سمندر دې د ډېر قِسم ساه اخستونکى څيزونو نه ډک شى او هوا دې د مارغانو نه ډکه شى.“
د هغۀ د ساه په ذريعه آسمان ښائسته شو، او د هغۀ لاس تښتېدونکې بلا وشلوله.
هغه وريځ د نمۍ نه ډکوى، او په وريځو کښې برېښنا پړقوى،
هغه په آسمانونو کښې سترګې برېښوونکې رڼا ځلوى. ولې تاسو هغه شان کولے شئ؟
هغۀ خپل ځان نه نُور لکه د جامو راتاو کړے دے، هغۀ آسمانونه لکه د پړدې په شان غوړولې دى
اوچتو آسمانونو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، په آسمان کښې بره اوبو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.
د مالِک خُدائ ثناء ووايئ. د هغۀ په مقدس ځائ کښې د هغۀ ثناء ووايئ، د هغۀ په زورَور آسمان کښې د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.
آسمانونه د خُدائ پاک جلال څومره ښۀ بيانوى، خلا يې د لاس کارنامې صفا بيانوى.
هره ورځ بلې ورځ پسې متواتر وېنا کوى، هره شپه بلې شپې پسې د هغۀ مشهورتيا کوى.
د مالِک خُدائ په کلام سره جوړ شوى آسمانونه دى، د هغۀ د خولې په کلام نمر، سپوږمۍ او ټول ستورى جوړ شوى دى.
نو چې هغۀ وفرمائيل، دُنيا پېدا شوه، د هغۀ په حُکم ژوند پېدا شو.
کله چې وريځې درنې وى نو باران کيږى. کله چې ونه د شمال يا د جنوب په طرف پرېوځى نو هم هلته پرته وى.
خُدائ پاک د زمکې نه بره په خپل تخت ناست دے، او هلته نه خلق لکه د مُلخانو په شان ښکارى. هغۀ آسمان د پردى په شان خور کړے دے، د هغه خېمې په شان چې د اوسېدو دپاره وى.
بلکې مالِک خُدائ رښتونے خُدائ پاک دے. هغه ژوندے خُدائ پاک او ابدى بادشاه دے. د هغۀ د قهر و غضب نه ټوله دُنيا لړزيږى، قومونه د هغۀ غضب ته ټينګېدے نۀ شى.
”مالِک خُدائ په خپل قدرت سره زمکه جوړه کړه. او په خپل حکمت سره يې دُنيا قائمه کړه. او په خپل عقل يې آسمانونه خوارۀ کړل.
د بنى اِسرائيلو په حقله دا د مالِک خُدائ پېغام دے. د هغه مالِک خُدائ، چا چې آسمانونه خوارۀ کړى دى، چا چې د زمکې بنيادونه اېښى دى، او چا چې بنى آدم له ساه ورکړې ده، هغه فرمائى،
هغوئ خو قصداً دا حقيقت هېروى چې د خُدائ پاک د کلام په وسيله آسمانونه د ډېر پخوا نه پېدا شوى دى، او زمکه د اوبو نه جوړه ده او د اوبو په وسيله پېدا شوې ده.