4 خُدائ پاک په دې ليدو خوشحاله وو. بيا هغۀ رڼا د تيارې نه جدا کړه،
هغۀ په اوچه ”زمکه“ نوم کېښودو او په يو ځائ راغونډو شوو اوبو يې ”سمندر“ نوم کېښودو. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو.
نو زمکې هغه هر قِسم بوټى زرغون کړل کوم چې غله او مېوه کوى او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو.
چې په ورځ او شپه باندې اختيار ولرى او رڼا د تيارې نه جدا کړى. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو.
نو خُدائ پاک دا ټول ځناور، څاروې او خزنده پېدا کړل او هغه د دې په ليدو خوشحاله وو.
خُدائ پاک دا ټول څيزونه وکتل او هغه ډېر خوشحاله وو. شپه تېره شوه او سحر شو. دا شپږمه ورځ وه.
اے مالِکه خُدايه، ستا مخلوق دې ستا شُکر وکړى، ستا مقدسين دې ستا ثناء صِفت وکړى.
مالِک خُدائ د هر چا سره ښۀ دے، او هر څۀ چې هغۀ پېدا کړى دى په هغه ټولو مهربانه دے.
رڼا ښۀ ده او د نوى سحر رڼا په سترګو ښۀ لګى.
ما وکتل چې څنګه رڼا د تيارې نه ښۀ ده نو داسې حِکمت د کم عقلتوب نه ښۀ دے.
زۀ رڼا او تيارۀ دواړه پېدا کوم، سلامتى او بربادى دواړه زۀ راولم. زۀ، مالِک خُدائ دا هر څۀ کوم.