27 نو خُدائ پاک بنى آدم پېدا کړل او د خپل صورت په شان يې جوړ کړل. هغوئ يې نر او ښځه پېدا کړل،
بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک وفرمائيل، ”د آدم دپاره يواځې اوسېدل ښۀ نۀ دى. زۀ به د هغۀ دپاره يوه ښۀ ملګرې جوړه کړم چې د هغۀ مدد به کوى.“
بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک د زمکې نه څۀ خاوره واخستله او آدم يې ترې نه جوړ کړو. خُدائ پاک د هغۀ په سپېږمو کښې د ژوند ساه پو کړه او آدم ژوندے نفس جوړ شو.
ځکه چې خُدائ پاک د خپل ځان په شان بنى آدم جوړ کړے دے. کۀ څوک د بنى آدم وينه تويَوى، په بدل کښې به د هغۀ وينه توئ کړے شى،
زۀ ستا ثناء صِفت کومه ځکه چې زما د بدن جوړښت عجيبه او ويرونکے دے، ستا کارونه عجيبه دى او زۀ په دې ښۀ پوهېږم.
نو زۀ صرف دې نتيجې ته ورسېدم چې خُدائ پاک انسان پېدا کړے دے چې نېک وى، خو هغه په نورو ډېرو منصوبو پسې ځى.
هغه څوک چې زما خپل خلق دى، کوم چې ما د دې دپاره پېدا کړى دى چې زما د جلال سبب جوړ شى.“
تاسو ودونه وکړئ چې زامن او لوڼه مو پېدا شى. نو دغه شان بيا خپل زامن او لوڼه هم وادۀ کړئ چې د هغوئ هم بچى پېدا شى. تاسو په شمېر کښې زيات شئ نه چې کم شئ.
آيا مالِک خُدائ تاسو دواړه يو نۀ کړئ؟ تاسو په زړۀ او ځان د هغۀ يئ. او خُدائ د دې نه څۀ غواړى؟ ځکه چې هغه نېک اولاد غواړى. نو د خپل زړۀ خيال ساته، او خپلې د ځوانۍ د ښځې سره ټګى مۀ کوه.
هغۀ په جواب کښې ورته وفرمائيل چې، ”ولې تاسو دا نۀ دى لوستى چې خالق په اول سر کښې هغوئ نر او ښځه پېدا کړل؟
خو د دُنيا د شروع نه ”خُدائ پاک هغوئ نر او ښځه پېدا کړل.“
ځکه چې مونږ د هغۀ خاص مخلوق يُو چا چې مونږ په عيسىٰ مسيح کښې د نېکو کارونو دپاره پېدا کړى يُو، او دا کارونه خُدائ پاک د مخکښې نه زمونږ دپاره تيار کړى وُو، چې مونږ يې سر ته ورسوو.
او خپل ځان په نوى انسانيت کښې ونغاړئ کوم چې په حقيقى صداقت او پاکوالى کښې د خُدائ پاک په صورت جوړ شوى دى.
تاريخ ته وګورئ. ستاسو د پېدايښت نه مخکښې وخت، او وروستو وخت او زمانې ته وګورئ کله چې مالِک خُدائ بنى آدم په زمکه پېدا کړو. ټوله دُنيا ولټوئ. د دې په شان لوئ کار مخکښې کله هم شوے دے څۀ؟ ولې مخکښې چا د دې په شان څۀ اورېدلى دى؟
مسيح د ناليدلى خُدائ پاک صورت او د ټولو مخلوقاتو نه اول پېدا شوے دے.
يعنې هغه راز کوم چې د زمانو او پيړو راسې پټ وو خو اوس دا مقدسينو ته څرګند شوے دے.
تاسو نوے فطرت خپل کړئ، او داسې نوى شئ لکه څنګه چې تاسو د خپل خالق په حقله معرفت حاصل کړو او ورسره ورسره د هغۀ په شان شئ.
کۀ د هغوئ پلاران يا وروڼه مونږ له راشى او اِعتراض وکړى، نو مونږ به ورته ووايو چې د هغوئ سره ښېګړه وکړئ او هغوئ دې ستاسو لوڼه د ځان دپاره وساتى، ځکه چې مونږ ته په جنګ کښې د ټولو سړو دپاره ښځې نۀ دى مِلاو شوې. او چې تاسو خپلې لوڼه هغوئ له نۀ دى ورکړې نو په دې وجه تاسو ګناهګار نۀ يئ.“