24 بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”زمکه دې هر قِسم څاروى او ځنګلى، واړۀ او غټ ځناور پېدا کړى.“ نو هم داسې وشول.
شپه تېره شوه او سحر شو. دا پينځمه ورځ وه.
نو هغۀ د زمکې نه څۀ خاوره واخستله او ټول ځناور او مارغان يې ترې نه جوړ کړل. هغه يې بيا آدم له راوستل چې وګورى چې څۀ نومونه ورباندې ږدى، او آدم چې په هر ژوندى څيز څۀ نوم کېښودو نو هم هغه يې نوم شو.
د دوئ سره هر قِسم څاروى او ځنګلى ځناور، واړۀ او غټ او هر قِسم مارغان هم وُو.
ټول ځناور او مارغان په خپله خپله ډله کښې د کشتۍ نه ووتل.
تا ته پته شته چې کله د غرۀ چېلۍ بچى راوړى؟ ولې تۀ پرې نظر ساتې چې کله هوسۍ بچى راوړى؟
ولې آس له طاقت تا ورکړے دے؟ د هغۀ په څټ باندې وېښتۀ تا پېدا کړى دى؟
ځنګلى خرونه چا پرېښې دى چې خوشى لاړ شى؟ دا چا آزاد پرېښى دى چې ګرځى راګرځى؟
ولې ځنګلى غوَيے به تا پرېږدى چې کار ترېنه واخلى؟ هغه به ستا په اخور کښې شپه تېره کړى څۀ؟
دريابى مېښې ته وګوره، چې هغه مې هم هغه شان جوړه کړې ده لکه څنګه مې چې تۀ جوړ کړے يې، دا د يو غوَيى په شان واښۀ خورى.
په لوړو غرونو کښې ځنګلى چېلۍ اوسيږى، په لويو ګړنګونو کښې د صحرا سوى اوسيږى.
نو بيا بنى آدم خپلو کارونو پسې ځى، چې تر ماښامه خپله مزدورى وکړى.
ځنګلى ځناورو او ټولو څاروو، ښوئېدونکې مخلوقه، او د هوا مارغانو،