18 چې په ورځ او شپه باندې اختيار ولرى او رڼا د تيارې نه جدا کړى. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو.
شپه تېره شوه او سحر شو. دا څلورمه ورځ وه.
خپله لاره جوړوى په آسمانونو د يو سر نه تر بله. د ګرمۍ نه يې هيڅ څيز پټېدے نۀ شى.
مالِک خُدائ داسې فرمائى، هغه څوک چې نمر په دې مقرروى چې د ورځې وځليږى، او هغه چا چې سپوږمۍ او ستورى مقرر کړل چې د شپې وځليږى، څوک چې سمندر راپاڅوى چې د هغې چپې شور وکړى نو د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.