17 هغۀ دا ځلېدونکى څيزونه په آسمان کښې مقرر کړل چې زمکې له رڼا ورکوى،
زۀ به په آسمان کښې د بوډۍ ټال جوړوم. دا به زما د دُنيا سره د لوظ نښه وى.
تا کله حُکم کړے دے چې سحر دې شى، او نمر ته دې وئيلى دى چې د نمرخاتۀ طرف نه راوخېژى؟
اے مالِکه خُدايه، زمونږ ربه، ټوله دُنيا کښې ستا نوم عظيم دے، پاس په آسمانونو کښې دې خپل جلال جوړ کړے دے.
زۀ کله چې ستا د ګوتو کار ته ګورم، ستا په آسمانونو باندې غور کوم، په خپل ځائ چې مقرر دى ستورو سپوږمۍ ته ګورم،
”مالِک خُدائ فرمائى چې، کۀ چرې تاسو زما لوظ د ورځې او د شپې د مقرر شوى نظام په حقله ماتولے شئ، چې شپه او ورځ په خپل مقرر شوى وخت رانۀ شى
خو مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، کۀ چرې ما د ورځې او د شپې سره لوظ نۀ وو کړے او د زمکې او آسمان نظام مې نۀ وو جوړ کړے،
ځکه چې مالِک مونږ ته دا حُکم راکړے دے چې، زۀ به تا د قومونو دپاره رڼا وګرځوم نو چې دغه شان تۀ زما خلاصون ټولې دُنيا ته ورسوې.“