11 بيا هغۀ حُکم وکړو، ”زمکه دې هر قِسم بوټى رازرغون کړى، هغه ټول بوټى چې غله او مېوه به کوى.“ نو هم داسې وشول.
نو زمکې هغه هر قِسم بوټى زرغون کړل کوم چې غله او مېوه کوى او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو.
ما تاسو له د خوراک دپاره هر قِسم غله او هر قِسم مېوې پېدا کړې دى،
مالِک خُدائ، خُدائ پاک هغۀ ته حُکم وکړو، ”تۀ د باغ د هرې ونې مېوه خوړے شې،
په زمکه هيڅ قِسم بوټے نۀ وو او هيڅ تخم زرغون شوے نۀ وو، ځکه چې هغۀ باران نۀ وو ورولے او د زمکې د کروندې هم څوک نۀ وُو.
هغۀ هلته هر قِسم ښائسته او مېوهدارې ونې راشنې کړلې. هغۀ د باغ په مينځ کښې ژوند ورکوونکى ونه او د ښۀ او بد پوهه ورکوونکى ونه ولګوله.
په دې زمکه پاس خوراک لوئيږى خو دا زمکه لاندې داسې ده لکه د اور.
نو هغه به د داسې ونې په مثال وى، کومه ونه چې د ولې په غاړه نال وى، مېوه کوى په موسم کښې مېوه داره وى پاڼې يې تل شنې وى او په ژوندون کښې کاميابه وى.
هغه آسمان په وريځو کښې پټوى، او هغه په زمکه بارانونه راوروى، او په غرونو او غونډو واښۀ راشنۀ کوى.
لکه څنګه چې زمکه شينکے راټوکوى او باغ خپل تخم زرغونوى، نو داسې به خُدائ تعالىٰ خلق صداقت ته جوړ کړى او دوئ به د ټولو قومونو په مخکښې د هغۀ ثناء او صِفت وکړى.
هغوئ د هغه ونو په شان دى چې د لختى په غاړه کَرلے شوې وى او جرړې يې اوبو ته رسېدلې وى. نو کله چې د ګرمۍ موسم راشى نو يره يې نۀ وى، د هغوئ پاڼې هر وخت شنې وى. او په خُشک سالۍ کښې يې څۀ پرېشانى نۀ وى، نو کله هم بېمېوې نۀ پاتې کيږى.“
اوس هم د ونو جرړو ته تبر نيولے شوے دے او هره هغه ونه چې ښۀ مېوه نۀ نيسى هغه به پرې کړے شى او د اور لمبو ته به واچولے شى.
خو کۀ چرې خُدائ پاک د پټو واښو له داسې جامې ورکوى، کوم چې نن شته او سبا به په تنور کښې غورزولے شى، نو ولې هغه به بيا تاسو ته ښکلې جامې در نۀ کړى څۀ؟ اے د کم ايمان خاوندانو.
زمکه له ځان نه غله پخپله پېدا کوى، وړومبے تېغه، بيا وَږى او بيا په وَږى کښې تيارې دانې.
خو خُدائ پاک دې ته يو وجود ورکوى چې هغۀ ورته منتخب کړے وى او هر قسم تخم ته هغه خپل خپل وجود ورکوى.
هغه زمکه چې د باران په اوبو سيرابه شى کوم چې په هغې مسلسل وريږى او د هغوئ دپاره ښۀ فصل پېدا کوى څوک چې په هغې کښې کرونده کوى، نو هغه زمکه د خُدائ پاک د طرفه برکت مومى.
اے زما وروڼو او خوېندو، ولې د اينځر په ونه کښې زيتون، يا په انګور کښې اينځر پېدا کېدے شى څۀ؟ هم دغه شان د ترخې چينې نه خوږې اوبۀ نۀ شى راوتلے.