3 کۀ څوک خپل ځان ډېر غټ ګڼى او په حقيقت کښې څۀ هم نۀ وى، نو هغوئ خپل ځان له دوکه ورکوى.
لکه د هغه وريځ او هوا په شان چې باران نۀ ورَوى، هغه څوک دے چې د تُحفو ورکولو وعده کوى او بيا يې نۀ ورکوى.
تاسو داسې سړے ليدلے دے چې هغۀ ته خپل ځان هوښيار ښکارى؟ خو د دۀ نه زيات اُميد د يو کم عقل دپاره وى.
فريسى ودرېدو او داسې دُعا يې شروع کړه، اے خُدايه پاکه، ستا شُکر دے چې زۀ د نورو خلقو په شان نۀ خو دوکه مار، نۀ بېايمانه، نۀ زناکار او نۀ لکه د هغه محصولچى په شان يم.
ځکه چې څۀ موده وړاندې تيوداس هم پاڅېدو، دا دعوىٰ يې کوله چې زۀ هم څۀ يم، او خوا او شا څلور سوه کسان ورسره ملګرى وُو، خو هغه قتل کړے شو او د هغۀ ټول ملګرى خوارۀ وارۀ شول او ترې هيڅ هم جوړ نۀ شو.
په خپلو کښې په يو زړۀ اوسئ، لوئ لوئ خيالونه مۀ کوئ بلکې د بېوسو ملګرتيا کوئ او خپل ځان هوښيار مۀ ګڼئ.
د هغه فضل په مطابق کوم چې ما ته راکړے شوے دے، زۀ په تاسو کښې هر چا ته دا وايم چې تاسو خپل ځان د خپل حيثيت نه اوچت مۀ ګڼئ. څنګه چې خُدائ پاک هر چا ته يوه اندازه ايمان ورکړے دے، هغه دې خپل ځان د هغې په مطابق وګڼى.
او کۀ زۀ پېشګوئې کولے شم او کۀ ما ته ټول پټ رازونه او ټول عِلم معلوم وى او کۀ زما داسې ايمان وى چې غرونه خپل ځائ نه اخوا کړم، خو کۀ ما کښې مينه نۀ وى نو زۀ هيڅ شے نۀ يم.
په تاسو کښې دې څوک هم خپل ځان نۀ دوکه کوى. کۀ ستاسو خيال وى چې تاسو د دې دُنيا په معيار هوښيار يئ، نو تاسو خپل ځان ناپوهه وګڼئ نو بيا به تاسو هوښيار شئ.
کۀ څوک دا وائى چې زۀ پوهه يم نو څنګه چې پوهېدل په کار دى هغه شان لا نۀ پوهيږى.
زۀ بېوقوف شوم ځکه چې زۀ تاسو مجبور کړم خو تاسو له زما ستائينه کول په کار وو، په وجه د دې چې زۀ هيڅ هم نۀ يم، خو بيا هم د هغه تش په نامه لويو رسولانو نه په هيڅ طور کم نۀ يم.
مونږ په خپله د دې قابل نۀ يُو چې په خپله د څۀ کولو دعوىٰ وکړو بلکې زمونږ قابليت د خُدائ پاک د خوا نه دے،
او کوم خلق چې مشران حسابېدل، هغه کۀ هر څنګه وُو، زما ورسره هيڅ کار نشته ځکه چې خُدائ پاک د هيچا طرفدارے نۀ کوى، د هغه مشرانو نه زما په زېرى کښې هيڅ زياتوالے رانۀ غلو.
او کله چې يعقوب، پطروس او يوحنا چې د جماعت ستنې وې، هغوئ د هغه فضل نه خبر شول کوم چې ما ته راکړے شوے وو، نو هغوئ د ملګرتيا دپاره برنباس او ما ته ښے لاس راکړو. او مونږ متفِق شو چې مونږ به غېريهوديانو ته او هغوئ به يهوديانو ته د خِدمت دپاره لاړ شى.
خو خراب او دوکه باز خلق به نورو له په دوکه ورکولو او دوکه خوړلو کښې لا زياتيږى.
خو په کلام عمل کوونکى جوړ شئ، او مۀ صرف هغه اورېدونکى جوړېږئ څوک چې ځان دوکه کوى.
کۀ څوک خپل ځان دينداره ګڼى او بيا خپله ژبه په قابو کښې نۀ ساتى، هغه خپل ځان دوکه کوى، او د هغۀ ديندارى بېکاره ده.
کۀ چرې مونږ دا وايو چې بېګناه يُو نو په دې مونږ خپل ځان له دوکه ورکوو او په مونږ کښې رښتيا نشته.