15 ځکه چې د سنتېدو او ناسنتېدو څۀ اهميت نشته، بلکې اهم کار نوے خلقت دے.
نو کۀ يو ناسنته په شريعت عمل کوى نو ولې هغه ناسنته به سنت شوى ونۀ ګڼلے شى څۀ؟
يو انسان په ظاهرى نښو رښتونے يهودى کېدے نۀ شى او نۀ صحيح سنت کېدل په جسم کښې ښکاره نښې ته وائى.
نو ځکه مونږ د هغۀ سره په بپتسمه کښې ښخ شُو او ورسره مړۀ شُو، نو چې څنګه مسيح د پلار په جلال کښې د مړو نه راپورته شو نو مونږ هم په نوى ژوندون کښې ورسره شامل شُو.
نو په دې وجه اوس هغوئ مجرم کېدے نۀ شى څوک چې په عيسىٰ مسيح کښې ژوند کوى.
ځکه چې په سنت او ناسنته کښې څۀ مطلب نشته بلکې د خُدائ پاک په حکمونو عمل کول ضرورى دى.
نو بيا کۀ څوک په مسيح کښې وى نو هغه نوے مخلوق دے. زاړۀ هر څۀ ختم شول، وګورئ هر څۀ نوى شول.
ځکه کۀ زمونږ ايمان په عيسىٰ مسيح وى، نو بيا سنت او ناسنت څۀ غټه خبره نۀ ده. خو کوم کار چې ضرورى دے، هغه صرف ايمان دے چې ځان په مينې سره څرګندوى.
ځکه چې مونږ د هغۀ خاص مخلوق يُو چا چې مونږ په عيسىٰ مسيح کښې د نېکو کارونو دپاره پېدا کړى يُو، او دا کارونه خُدائ پاک د مخکښې نه زمونږ دپاره تيار کړى وُو، چې مونږ يې سر ته ورسوو.
هغۀ شريعت سره د دې د حکمونو او قانون منسوخ کړو. هغۀ په خپل ځان کښې د يهوديانو او غېريهوديانو دوه قبيلې يو او نوے خلقت کړل او صُلح يې په کښې راوسته.
او خپل ځان په نوى انسانيت کښې ونغاړئ کوم چې په حقيقى صداقت او پاکوالى کښې د خُدائ پاک په صورت جوړ شوى دى.
ځکه چې مونږ هغه رښتينى سنت شوى خلق يُو څوک چې د خُدائ پاک په روح کښې عبادت کوُو او په عيسىٰ مسيح فخر کوُو او په بدن مو بهروسه نشته.
او هغه څوک چې په تخت ناست وو هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، زۀ ټول څيزونه نوى کوم.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زما دا کلام وليکه ځکه چې زما خبرې د اِعتبار لائقې او رښتيا دى.“