13 ځکه هغه څوک چې سنت شوى دى په خپله په شريعت عمل نۀ کوى، خو هغوئ ستاسو سنتېدل صرف د دې دپاره غواړى چې هغوئ ستاسو په دې عمل فخر وکړى.
اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، ځکه چې تاسو په زمکه او سمندر سفر کوئ د دې دپاره چې يو کس خپل دين ته راواړوئ او کله چې هغه راواړوئ نو تاسو هغه د خپل ځان نه دوه چنده دوزخى جوړ کړئ لکه څنګه چې تاسو يئ.
اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس چې تاسو خو د پودينې د کاږو او د زېرې لسمه حِصه ورکوئ خو د شريعت معتبرې خبرې لکه اِنصاف، رحم او وفادارى مو پرېښې ده. په اصل کښې په کار دا وُو چې تاسو په دې هم عمل کولے او هغه مو هم نۀ پرېښودلے.
نو هر څۀ چې دوئ تاسو ته وائى هغه کوئ د هغوئ خبرو ته غوږ نيسئ، خو د هغوئ په شان کارونه مۀ کوئ ځکه چې دوئ وائى يو څۀ او کوى بل څۀ.
نو په کار دى چې نوى مے په نوؤ مشکونو کښې واچولے شى.
نو بيا تاسو په يو انسان هم فخر مۀ کوئ، ځکه چې ټول هر څۀ ستاسو دى،
ستاسو فخر کول ښۀ خبره نۀ ده. ولې تاسو خبر نۀ يئ چې لږه شان خمبيره په قلپۍ کښې ټول اخښلے شوى اوړۀ خمبيره کوى؟
ځکه چې ډېر خلق په انسانى طور فخر کوى، زۀ به يې هم کوم.
ځکه چې مونږ هغه رښتينى سنت شوى خلق يُو څوک چې د خُدائ پاک په روح کښې عبادت کوُو او په عيسىٰ مسيح فخر کوُو او په بدن مو بهروسه نشته.
هغوئ د خلقو سره د آزادۍ لوظ کوى خو هغوئ په خپله د ګمراهۍ غلامان دى، ځکه چې خلق هم د هغه څۀ غلامان وى د څۀ نه چې مجبور وى.