9 نو دا ياد ساتئ چې لږه خمبيره ټول اخښلى اوړۀ خمبيره کوى.
عيسىٰ ورته دا مِثال هم ورکړو چې، ”د آسمان بادشاهى د خمبيرې په شان ده چې يوې ښځې راواخسته او په درېو قلپو اوړو کښې يې ګډه کړه نو بيا هغه درې واړه خمبيره شوې.“
اے مارانو او د مارانو بچو، تاسو به د دوزخ د سزا نه څنګه خلاص شئ؟
عيسىٰ هغوئ له خبردارے ورکړو او وې فرمائيل چې، ”خبردار د فريسيانو او د هيروديس د خمبيرې نه ځان وساتئ.“
په دې دوران کښې د زرګونو خلقو ګڼه جوړه شوې وه او داسې ټيل جوړ شوے وو چې خلقو يو بل د پښو لاندې کول. نو عيسىٰ اول خپلو مريدانو ته خبرې شروع کړې چې، ”د فريسيانو د خمبيرې نه ځان ساتئ. زما مطلب د هغوئ د منافقت نه دے.
دا د خمبيرې په شان ده چې يوې ښځې راواخسته او په درېو قلپو اوړو کښې يې ګډه کړه نو بيا هغه درې واړه خمبيره شول.“
دوکه کېږئ مه، ځکه چې د بدو ملګرتيا د انسان ښۀ عادتونه خرابوى.
د هغوئ خبرې لکه د ناسور په شان خوريږى، او هميناوس او فيلتوس په هغوئ کښې دى