5 خو مونږ څوک چې په روحُ القُدس کښې ژوند کوُو، په ايمان سره د هغه صداقت، کوم چې خُدائ پاک راسره وعده کړې ده، ډېر په اُميد سره انتظار کوُو.
اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا د خلاصون په اِنتظار يم.
زۀ د مالِک خُدائ انتظار کومه، او زما روح هم انتظار کوى، او زما اُميد د هغۀ په کلام باندې دے.
هيڅکله شرمنده به نۀ شى هغه څوک چې کوى يقين په تا، خو شرميږى به هغوئ چې د نورو سره کوى دوکه.
تۀ ما د خپل حقيقت خوا له بوځه او هم درس راکړه ما له، او هر وخت زۀ توکل کوم په تا اے زما خلاصونکى خُدايه.
اے زما روحه صرف په خُدائ پاک کښې په آرام سره صبر وکړه. ځکه چې زما ټول اُميدونه هغۀ پورې تړلى دى.
نو اوس خپل خُدائ پاک ته راوګرځئ. د هغۀ مينه او اِنصاف قائم ساتئ او همېشه د هغۀ نه په اُميد کښې اوسئ.
ځکه څنګه چې ګناه د مرګ په وسيله خپله بادشاهى قائمه کړه، دغه شان د خُدائ پاک فضل هم د صداقت په وسيله خپله بادشاهى کوى چې د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله مونږ د تل ژوندون طرف ته بوځى.
تر دې چې تاسو د يو روحانى نعمت نه هم نيمګړى نۀ يئ کله چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د بيا راتلو په انتظار يئ.
ځکه چې د مسيح په وسيله مونږ دواړه په يو روح کښې د پلار په حضور کښې حاضرېدے شُو.
او د هغۀ سره يو شم، نۀ په هغه صداقت کوم چې ما د شريعت نه حاصل کړے دے، بلکې په هغه صداقت کوم چې په مسيح د ايمان په وسيله دے. او د خُدائ پاک د خوا نه هغه صداقت چې په ايمان ولاړ دے.
او چې د آسمان نه د هغۀ د زوئ د راتلو اِنتظار وکړئ څوک چې هغۀ د مړو نه بيا راژوندے کړے دے يعنې عيسىٰ، څوک چې به مونږ د راتلونکى غضب نه بچ کوى.
مالِک دې ستاسو زړونه د خُدائ پاک په مينه او د مسيح په صبر معمور کړى.
نو د اوس نه د صداقت تاج زما دپاره تيار دے، کوم چې به د صداقت قاضى مالِک ما ته په هغه ورځ راکړى، او دا صرف زما دپاره نه بلکې د هغوئ ټولو دپاره هم دے څوک چې د هغۀ د راتلو خواهشمند دى.
نو چې مونږ د هغه مبارک اُميد، او د خپل لوئ خُدائ پاک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د جلال د څرګندېدو په اِنتظار کښې يُو.