26 نو مونږ دې بېځايه فخر نۀ کوُو، او نۀ دې يو بل راپاروو او نۀ دې د يو بل نه سوزو.
کله چې تا ته بلنه درکړے شى نو لاړ شه او د ټولو نه وروستو کښېنه ځکه چې کله چې کوربه راشى نو هغه به درته ووائى، زما آشنا، وړاندې راشه. نو ستا ټول ملګرى مېلمانۀ به ستا د هغه عزت تماشه وکړى، کوم چې تا ته درکړے شو.
نو بيا نۀ کرونده کوونکے او نۀ اوبۀ ورکوونکے څۀ شے دے، بلکې صرف خُدائ پاک دے چې وده ورکوونکے دے.
خو کۀ چرې تاسو د يو بل وينې څښئ او جنګونه کوئ نو خبردار شئ چې په داسې کولو به يو بل برباد کړئ.
اے فيليپيانو، تاسو په خپله خبر يئ چې د زيرى په وړومبو ورځو کښې کله چې زۀ د مِکدونيه نه روان شوم نو ستاسو نه سېوا يو جماعت هم د ورکړې راکړې په معامله کښې زما مدد ونۀ کړو.
خو تاسو په خپلو ډوزو فخر کوئ خو دا قِسم فخر کول بد دى.
اے ځوانانو، هم دغه شان تاسو هم د مشرانو تابعدار اوسئ، بلکې د يو بل د خِدمت دپاره تاسو ټول په حليمۍ ملا وتړئ ځکه چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“