23 نرمى او پرهيزګارى ده. يو شريعت هم د داسې کارونو خلاف نۀ دے.
خو باوجود د دې به هغه وخت راشى چې زۀ به د يروشلم زخمونو ته شفا ورکړم او هغې ته به حقيقى امن او سکون ورکړم.
او څنګه چې هغۀ په صداقت او په نفس قابو ساتلو او د راتلونکى عدالت په حقله بيان شروع کړو نو فِليکس ويرېدو او وې وئيل چې، ”اوس لاړ شه. کله چې زۀ اوزګار شم نو بيا به دې راوغواړم.“
هر لوبغاړے په هر څيز کښې سخته پابندى کوى. هغوئ دا د فنا کېدونکى تاج د حاصلولو دپاره کوى، خو مونږ دا د ابدى تاج دپاره کوُو.
خو کۀ چرې تاسو د خُدائ پاک د روح په هدايت روان يئ نو تاسو د شريعت پابند نۀ يئ.
خو په کار دے چې مونږ په دې پوهه شُو چې شريعت د نېکانو دپاره نۀ دے بلکې د بېشريعته او نافرمانو خلقو دپاره، د بېدينه او ګناهګارو دپاره، او د دين سپک کوونکو دپاره، او د هغوئ دپاره دے چې پلار او مور يې وژلى وى، د قاتلانو دپاره،
بلکې هغه دې مېلمه دوست، نېک خواه، شريف، تقوىٰ دار، پاک او په خپل ځان قابو ساتونکے وى.
بوډاګانو سړو ته ووايه چې هغوئ دې پرهيزګاره، دروند خوى لرونکى او شريف وى، او د هغوئ ايمان دې کلک وى، د مينې او صبر نه دې ډک وى.