Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګلتيان 5:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 خو کۀ چرې تاسو د خُدائ پاک د روح په هدايت روان يئ نو تاسو د شريعت پابند نۀ يئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګلتيان 5:18
18 Iomraidhean Croise  

زۀ د صداقت په لاره روان يم، او د اِنصاف په لارو عمل کوم،


زۀ به په تاسو کښې خپل روح واچوم او خپلې تابعدارۍ طرف ته به ستاسو پام راوګرځوم چې زما په اصُولو عمل کوئ او زما د حکمونو په ساتلو کښې احتياط کوئ.


خو چې د حقيقت روح راشى نو هغه به تاسو د حقيقت طرف ته بوځى ځکه چې هغه به د خپله ځانه خبرې نۀ کوى، خو هغه څۀ به وائى څۀ چې د خُدائ پاک نه اورى او تاسو ته به د راتلونکو واقعاتو په حقله پېشګوئې کوى.


نو زما وروڼو او خوېندو، هم په دې وجه په تاسو کښې د شريعت اثر ختم شو کله چې تاسو مسيح سره مړۀ شوئ. نو اوس تاسو د هغه چا سره شامل شوئ څوک چې د مړو نه بيا راژوندے شوے دے، نو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک دپاره د نېک کردار مېوه ونيسو.


نو بيا اے زما وروڼو او خوېندو، په مونږ اوس د ګناه د اختيار هيڅ حق پاتې نۀ شو چې مونږ دې ته مجبور کړى چې مونږ د ګناه په فطرت کښې ژوند تېر کړُو.


ځکه چې هر څوک چې د خُدائ پاک د روح په هدايت چليږى، هغوئ د خُدائ پاک بچى دى.


نو زۀ دا وايم کۀ تاسو خپل ژوند د روحُ القُدس په مطابق تېروئ نو بيا به د ګناه فطرت په خپله پرېږدئ.


نرمى او پرهيزګارى ده. يو شريعت هم د داسې کارونو خلاف نۀ دے.


نو چې مونږ د خُدائ پاک د روح په مطابق اوسيږو، نو بيا مونږ ته د خُدائ پاک د روح د هدايت په مطابق ژوند تېرول په کار دى.


خو په کار دے چې مونږ په دې پوهه شُو چې شريعت د نېکانو دپاره نۀ دے بلکې د بې‌شريعته او نافرمانو خلقو دپاره، د بې‌دينه او ګناهګارو دپاره، او د دين سپک کوونکو دپاره، او د هغوئ دپاره دے چې پلار او مور يې وژلى وى، د قاتلانو دپاره،


ځکه چې خُدائ پاک مونږ له بُزدله زړۀ نۀ دے راکړے بلکې راله يې زړَورتوب، مينه او په ځان د قابو ساتلو قدرت راکړے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan