Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګلتيان 4:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 خو ولې اوس تاسو خُدائ پاک وپېژندلو، بلکې اوس خُدائ پاک تاسو وپېژندلئ، نو بيا تاسو خپلو هغه کمزورو او بې‌فائدې اولنو دُنياوى اصُولو ته ولې راګرځئ؟ او ولې ځان بيا د هغوئ غلام جوړول غواړئ؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګلتيان 4:9
30 Iomraidhean Croise  

نو د هغۀ سوال اوره. په آسمان کښې چرته چې تۀ اوسېږې د هغۀ سوال اوره او چې څۀ غواړى نو هغه ورله ورکړه، نو داسې د دُنيا ټول قومونه به تا وپېژنى او ستا تابعدارى به کوى، لکه چې ستا خلق بنى اِسرائيليان يې کوى. نو هغوئ ته به پته ولګى چې دا کور چې کوم ما جوړ کړے دے هغې پورې ستا نوم تړلے شوے دے.


او هغۀ سليمان ته وفرمائيل، ”زما زويه، زۀ تا ته وايم چې د پلار خُدائ پاک وپېژنه او د زړۀ د اخلاصه او د خپلې مرضۍ سره د هغۀ خِدمت کوه. هغه زمونږ ټول فکرونه او خواهشونه معلوموى. کۀ تۀ د هغۀ طلب کوې نو پېدا به يې کړې، خو کۀ تۀ د هغۀ نه اوړې، نو هغه به تا د تل دپاره پرېږدى.


بې‌شکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى، په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.


څوک چې دې نوم پېژنى په تا توکل کوى، مالِکه خُدايه، څوک چې دې لټون کوى تا يواځې نۀ دى پرېښى.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زۀ به هم هغه شان وکړم لکه چې تا څنګه وئيلى دى، ځکه چې تا زۀ ښۀ پېژنم او زۀ ستا نه رضا يم.“


نو بيا به تۀ د مالِک خُدائ په يره باندې پوهه شې او د خُدائ پاک عِلم به حاصل کړې.


نور به د هغوئ نه يو کس هم خپل ګاونډى ته، او يا خپل ورور ته دا تعليم نۀ ورکوى چې مالِک خُدائ وپېژنه، ځکه چې د وړو نه واخله تر لويو پورې به هغوئ ټول ما پېژنى، مالِک خُدائ داسې فرمائى. زۀ به د هغوئ شرارتونه معاف کړم او د هغوئ ګناهونه به نور نۀ يادوم.“


ځکه چې زمکه به د مالِک خُدائ د جلال د عِلم نه داسې ډکه شى لکه څنګه چې سمندر د اوبو نه ډک وى.


هر څۀ ما ته زما پلار سپارلى دى، او هيڅوک بې د پلاره زوئ نۀ پېژنى، او نۀ څوک پلار پېژنى بې له زويه او بې له هغوئ نه چې زوئ يې ورته په ګوته کوى.


نو په کار دى چې نوى مے په نوؤ مشکونو کښې واچولے شى.


زۀ ښۀ شپون يم. زۀ خپلې ګډې پېژنم او زما ګډې ما پېژنى،


زما ګډې زما آواز اورى، زۀ هغوئ پېژنم او هغوئ ما پسې راځى.


او تل عُمرى ژوندون دا دے چې هغوئ تا وپېژنى چې صرف تۀ رښتينے خُدائ پاک يې او عيسىٰ مسيح څوک چې تا رالېږلے دے.


ځکه چې خُدائ پاک هغوئ د مخکښې نه پېژندل او هغوئ يې د مخکښې نه مقرر کړى وُو، چې دوئ دې د هغۀ د زوئ په شان شى، ترڅو چې د هغۀ زوئ په دې ټولو وروڼو کښې اول زوئ وګرځى.


او هغه څۀ چې شريعت نۀ شُو پوره کولے ځکه چې زمونږ د ګناه فطرت کمزورے وو، نو خُدائ پاک داسې وکړل چې خپل زوئ يې په ګناه ګار انسانى وجود کښې راولېږلو او د ګناه کفاره يې کړو. او دغسې هغۀ ګناه په انسانى فطرت کښې مجرمه کړه،


ځکه اوس مونږ ته دا په شيشه کښې تت ښکارى خو بيا به يې مخامخ ووينو. اوس زما عِلم نامکمل دے خو بيا به يې پوره وپېژنم څنګه چې زۀ پوره پېژندلے شوے يم.


په پوره هوش او فکر کښې راشئ او نوره ګناه مۀ کوئ. ځکه زۀ دا ستاسو د شرمېدلو دپاره وايم چې په تاسو کښې څۀ خلقو ته د خُدائ پاک په حقله عِلم نشته.


خو څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى خُدائ پاک په خپله هغه پېژنى.


ځکه چې تاسو هغوئ هم زغمئ څوک چې تاسو غلامان کوى يا مو داړى، يا مو راګېروى، يا خپل ځان لوئ جوړوى، يا ستاسو په مخ څپېړه درکوى.


ځکه چې خُدائ پاک په خپله دا فرمائيلى دى چې، ”د تيارې نه دې رڼا وځليږى،“ نو هغۀ زمونږ په زړونو کښې د خُدائ پاک د جلال د عِلم رڼا د عيسىٰ مسيح په مخ باندې وځلوله.


ولې تاسو دومره نادانه يئ چې د روحُ القُدس په وسيله مو شروع وکړه او اوس تاسو خپل مقصد په انسانى کوشش سر ته رسوئ څۀ؟


دغه شان چې مونږ هم کله نابالغه وُو نو مونږ هم د دُنياوى اصُولو غلامان وُو.


زۀ دُعا کوم چې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح جلالى پلار خُدائ پاک دې تاسو ته د حکمت او پېژندګلو روح درکړى ترڅو چې تاسو د هغۀ په پېژندلو کښې ترقى وکړئ.


خو بيا هم د خُدائ پاک بنياد مضبوط دے او په هغې دا ليکلى دى چې، ”مالِک خپل هغه خلق پېژنى،“ او، ”څوک چې د هغۀ دى د مالِک نوم اخلى، هغه دې د شرارت نه واوړى.“


غرض دا چې اولنى احکام يو طرف ته کړے شول ځکه چې دا کمزورى او بې‌کاره وو،


او چې کله هغوئ زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د پېژندګلو په وسيله د دُنيا د سخاتوب نه خلاص شول او هغوئ په کښې بيا ګېر شول او د هغوئ نه مغلوب شول، نو د هغوئ وروستونے حال د وړومبنى نه هم ډېر بد شو.


او مونږ ته پته ده چې د خُدائ زوئ راغلے دے او مونږ ته يې دا پوهه راکړه چې مونږ هغه وپېژنو څوک چې رښتينے دے، او مونږ په هغۀ کښې يُو څوک چې رښتينے دے يعنې د هغۀ زوئ عيسىٰ مسيح. هغه رښتينے خُدائ پاک او د تل ژوندون دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan