31 نو په دې وجه زما وروڼو او خوېندو، مونږ او تاسو اوس د وينځې بچى نۀ يُو، بلکې د آزادې ښځې بچى يُو.
نو کۀ چرې زوئ تاسو آزاد کړى نو تاسو به په رښتيا سره آزاد يئ.
نو دا ليکلے شوى دى چې د اِبراهيم دوه زامن وُو، يو د وينځې نه او بل د آزادې ښځې نه وو.
خو صحيفې څۀ وائى چې، ”وينځه او د هغې زوئ وشړئ ځکه چې د وينځې زوئ به د آزادې ښځې د زوئ په ميراث کښې شريک نۀ وى.“
مسيح مونږ د آزاد اوسېدلو دپاره آزاد کړى يُو. نو بيا په دې آزادۍ کښې قائم پاتې شئ، او په خپله غاړه د غلامۍ جغ بيا مۀ ږدئ.
زما وروڼو او خوېندو، تاسو د آزادۍ دپاره رابللى شوى يئ. خو دا آزادى د ګناه د فطرت دپاره مۀ استعمالوئ، بلکې د زړۀ نه د يو بل خِدمت کوئ.