29 خو څنګه چې په هغه ورځو کښې په عام طور پېدا شوى زوئ د خُدائ پاک د روح په قدرت سره پېدا شوى زوئ وزورولو، نو هم هغه شان خبره اوس هم ده.
يوه ورځ، ساره وکتل چې د هاجِرې زوئ اِسمٰعيل لوبې کولې، نو هغې اِبراهيم ته ووئيل، ”وينځه او د هغې زوئ وشړئ ځکه چې د وينځې زوئ به زما د زوئ اِسحاق په ميراث کښې شريک نۀ وى.“
څنګه چې پلار ما سره مينه کړې ده نو دغه شان زۀ تاسو سره مينه کوم. زما په مينه کښې اوسئ.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ درته رښتيا وايم چې هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهۍ ته نۀ شى داخلېدے ترڅو چې هغه د اوبو او روحُ القُدس نه پېدا نۀ شى.
نو په دې وجه اوس هغوئ مجرم کېدے نۀ شى څوک چې په عيسىٰ مسيح کښې ژوند کوى.
ځکه کۀ چرې تاسو د ګناه د فطرت په مطابق ژوند تېر کړئ نو تاسو به مړۀ شئ، خو کۀ چرې د روح په وسيله تاسو د وجود خواهشات مړۀ کړئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ.
د وينځې زوئ په عام طور پېدا شو، او د آزادې ښځې زوئ د خُدائ پاک د وعدې په مطابق پېدا شو.
خو زما وروڼو او خوېندو، ترڅو چې زما خبره ده کۀ زۀ تر اوسه د سنتېدلو پېغام ورکوم چې داسې کول ضرورى دى، نو بيا زۀ ولې تر اوسه زورَولے کېږم؟ کۀ ما د مسيح د سولۍ په وسيله د خلاصون تعليم نۀ وے ورکړے، نو څوک به هم خفه شوى نۀ وو.