17 هغوئ تاسو سره دوستانه کول غواړى خو د نېک مقصد دپاره نه، بلکې هغوئ دا غواړى چې تاسو زما نه جدا کړى د دې دپاره چې تاسو د هغوئ د دوستانې محتاجه شئ.
اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، ځکه چې تاسو په زمکه او سمندر سفر کوئ د دې دپاره چې يو کس خپل دين ته راواړوئ او کله چې هغه راواړوئ نو تاسو هغه د خپل ځان نه دوه چنده دوزخى جوړ کړئ لکه څنګه چې تاسو يئ.
زما په دې باور دے چې هغوئ د خُدائ پاک په حقله ډېر غېرتى دى خو د دوئ غېرت د عِلم په بنياد نۀ دے.
ځکه چې داسې خلق زمونږ د مالِک مسيح خِدمت نۀ کوى بلکې د خپل مفاد خِدمت کوى او په نرمو او خوږو خبرو ساده خلق دوکه کوى.
زۀ ستاسو تعريف کوم ځکه چې تاسو په هره خبره کښې ما يادوئ، او څنګه چې ما تاسو ته روايتونه در وسپارل تاسو هغه هم هغه شان برقرار ساتئ.
خو تاسو کښې ځينې داسې مغروره شول چې زۀ ګنې تاسو ته درتلے نۀ شم.
ستاسو په خيال تاسو اوس هغه هر څۀ حاصل کړل څۀ چې تاسو غوښتل، تاسو اوس مالداره شوى يئ، زمونږ نه بغېر تاسو بادشاهى کوئ، په حقيقت کښې زما خواهش وو چې تاسو بادشاهان شئ نو چې مونږ هم درسره بادشاهى وکړُو.
خو زۀ يرېږم چې داسې ونۀ شى لکه څنګه چې مار په خپله چالاکۍ بىبى حوا دوکه کړه او ستاسو خيالات هم د هغه خلوص او پاکوالى نه بل خوا شى، کوم چې د مسيح سره په کار دى.
نو ولې زۀ تاسو ته د حق وئيلو په وجه اوس ستاسو دشمن شوم؟
دا ښۀ خبره ده چې په نېک کار کښې هر وخت د دوست جوړولو کوشش وکړے شى، نۀ صرف هغه وخت چې کله زۀ تاسو سره موجود يم.
ځکه چې نور ټول د خپلو ګټو په تلاش کښې دى، نه چې د عيسىٰ مسيح.
ځکه چې هغوئ د کبر او بېهوده خبرې کوى، او د شهوت پرستۍ په وسيله هغه خلق په جسمانى خواهشونو کښې راګېروى څوک چې لږ څۀ کښې د هغه چا نه راتښتېدلى دى چې په ګمراهۍ کښې ژوند تېروى.
او په خپل لالچ کښې به هغوئ د دروغو په قيصو ستاسو نه ناجائزه ګټې واخلى. د هغوئ په خلاف د سزا حکم د ډېر مخکښې نه شوے دے او د هغوئ تباهى رانزدې ده.