12 زما وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه زما په شان د شريعت نه آزاد کړئ ځکه چې زۀ هم ستاسو په شان جوړ شوے يم. تاسو ما سره کوم خراب سلوک نۀ دے کړے.
مونږ به دا صِرف په يو شرط درکړُو چې تاسو زمونږ په شان شئ او تاسو ټول نران سنت کړئ.
او اخىاب د يهوسفط نه تپوس وکړو، ”تۀ به ما سره لاړ شې څۀ چې په راماتجِلعاد حمله وکړُو؟“ يهوسفط ورته ووئيل، ”لکه څنګه چې زۀ ستا ملګرے يم، نو داسې زما فوجيان ستا خپل فوجيان دى او زما آسونه ستا خپل آسونه دى.“
هغوئ ته ستا په حقله وئيل شوى دى چې تۀ هغه ټولو يهوديانو ته چې په غېريهوديانو کښې اوسى، دا تعليم ورکوې چې د موسىٰ نه راواوړئ. او تۀ هغوئ ته وائې چې خپل بچى مۀ سنتوئ يا زمونږ رِواجونه مۀ کوئ.
زۀ دا خبره اوږدول نۀ غواړم، خو کۀ چا ما له تکليف راکړو نو دا يې صرف ما له نه بلکې تاسو ټولو له يې درکړو.
اے کورنتيانو، مونږ تاسو سره صفا خبرې وکړې او درسره د زړۀ نه مينه کوُو.
زۀ درته لکه د خپلو ماشومانو دا خواست کوم چې په خپلو زړونو کښې مونږ ته ځائ راکړئ.
نو کله چې ما وليدل چې هغوئ د زيرى د رښتينوالى په مطابق په نېغه لار نۀ ځى، نو ما د ټولو په وړاندې پطروس ته دا ووئيل چې، ”کۀ څۀ هم چې تۀ يهودى يې او د غېريهوديانو په شان ژوند تېروې، نو بيا تۀ ولې غېرقومونه د يهوديانو په شان ژوند تېرولو ته مجبوروې؟“
زۀ ستاسو په حقله دا يره محسوسوم هسې نه چې کومه خوارى چې ما په تاسو کړې ده هغه عبث لاړه شى.
تاسو ته به ياد وى کوم زيرے چې ما تاسو ته اول اورولے وو په هغه وخت کښې زۀ بيمار وم.
خو خُدائ دې نۀ کړى چې زۀ بې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د سولۍ نه په بل څۀ فخر وکړم، د چا د صليب په وجه دُنيا زما دپاره په سولۍ شوه او زۀ د دُنيا دپاره په سولۍ شوم.
زما وروڼو او خوېندو، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو ټولو سره مل وى، آمين.