27 تاسو څومره چې په مسيح کښې بپتسمه شوى يئ، د مسيح جامې مو اغوستې دى.
ما د صداقت هر يو کار کولو، اِنصاف او صداقت د يوې چُوغې او د پټکى په شان وو.
زۀ په مالِک خُدائ کښې ډېر خوشحاله يم. زما ځان د خُدائ پاک په تعريف کښې د خوشحالۍ سندرې وائى. ځکه لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د وادۀ په جوړه کښې او ناوې په کالو ځان سنګار کړے وى داسې مالِک خُدائ زۀ د خلاصون په لباس او د صداقت په څادر کښې رانغښتے يم.
خو پلار يې خپلو نوکرانو ته ووئيل، زر شئ. زما د ټولو نه ښۀ چُوغه راوړئ او دۀ ته يې ورواغوندئ او ګوته ورپه لاس کړئ او څپلۍ ورپه پښو کړئ.
کله چې هغې ته سره د خاندانه بپتسمه ورکړے شوه نو هغې په مونږ زور واچولو او وې وئيل چې، ”کۀ تاسو ما د مالِک ايمانداره ګڼئ نو راشئ او زما په کور کښې مېلمانۀ شئ.“ او هغې مونږ په پاتې کېدو مجبور کړُو.
پطروس هغوئ ته ووئيل، ”توبه ګار شئ او تاسو هر يو د خپلو ګناهونو د معافۍ دپاره د عيسىٰ مسيح په نوم بپتسمه واخلئ او تاسو ته به د روحُ القُدس نعمت مِلاو شى.
ځکه چې تر دې وخته په يو هم روحُ القُدس نازل شوے نۀ وو. هغوئ ته صرف د مالِک عيسىٰ په نوم بپتسمه ورکړے شوه.
او سمدستى لکه د پوټکى په شان څيز د ساؤل د سترګو نه لرى شو او هغه واپس بينا شو. بيا هغه پاڅېدو او بپتسمه يې واخسته.
بلکې د دې په ځائ د مالِک عيسىٰ مسيح جامې په تن کړئ او د نفس د خواهشاتو دپاره تدبيرونه مۀ جوړَوئ.
لار دا ده چې عيسىٰ مسيح باندې ايمان راوړلو سره خُدائ پاک مونږ صادقان جوړوى، دا لار د ټولو دپاره ده، په هيچا کښې هم فرق نشته.
او ټولو په وريځ او په بحرِقُلزم کښې د موسىٰ بپتسمه واخسته،
دغه شان کۀ مونږ يهوديان يُو او کۀ غېريهوديان، کۀ غلامان يُو او کۀ آزاد، مونږ ټولو په يو روح کښې بپتسمه اخستې ده او خُدائ پاک زمونږ د ټولو په زړونو کښې يو روح اچولے دے.
او خپل ځان په نوى انسانيت کښې ونغاړئ کوم چې په حقيقى صداقت او پاکوالى کښې د خُدائ پاک په صورت جوړ شوى دى.
تاسو نوے فطرت خپل کړئ، او داسې نوى شئ لکه څنګه چې تاسو د خپل خالق په حقله معرفت حاصل کړو او ورسره ورسره د هغۀ په شان شئ.
او دا اوبۀ د دې بپتسمې په مثال دى چې اوس تاسو بچ کوى، د دې مقصد ګندګى لرې کول نۀ دى بلکې په دې مونږ خُدائ پاک نه خواست کوُو چې د عيسىٰ مسيح د بيا ژوندى کېدو په وسيله زمونږ ضميرونه پاک کړى،