24 په دې وجه شريعت د مسيح د راتلو پورې زمونږ څارونکے وو د دې دپاره چې مونږ د ايمان په وسيله صادق ثابت کړے شُو.
ځکه چې عيسىٰ مسيح د شريعت اختتام دے، نو بيا چې څوک په هغۀ ايمان راوړى هغوئ ټول صادقان شى.
نو بيا مونږ څۀ ووايو؟ غېريهوديانو چا چې د صداقت دپاره محنت ونۀ کړو نو هغوئ دا حاصل کړو او هغوئ دا صداقت د ايمان په وسيله حاصل کړو.
ځکه چې کۀ په مسيح کښې ستاسو اُستاذان بېشمېره هم وى خو بيا هم ستاسو روحانى پلار يو دے، او د زيرى په وسيله زۀ په عيسىٰ مسيح کښې ستاسو پلار شوم.
خو اوس مونږ په دې پوهيږو چې څوک هم د شريعت په عملونو نه، بلکې صرف په عيسىٰ مسيح په ايمان راوړلو صادق کيږى. او مونږ په خپله په عيسىٰ مسيح ايمان راوړو د دې دپاره چې مونږ په مسيح په ايمان راوړلو سره صادق شُو، نه چې د شريعت په عملونو، ځکه چې د شريعت په عملونو څوک هم صادق کېدے نۀ شى.
په شرعى ژوند پوره کولو کښې زۀ مړ شوم، خو د دې په وجه ما خُدائى ژوند حاصل کړو.
خو اوس چې ايمان راغلو نو مونږ نور د شريعت څارلو ته محتاج نۀ يُو،
ځکه چې دا صرف د راتلونکو څيزونو سورے دے خو حقيقت په مسيح کښې دے.