21 نو ولې شريعت د خُدائ پاک د وعدو خلاف دے؟ نه، هيڅکله نه. ځکه چې کۀ داسې شريعت ورکړے شوے وے چې ژوند يې ورکولو نو بيا به صداقت د شريعت په وسيله راغلے وو.
هغه به راشى او دا ټول اجاره دار به مړۀ کړى او د انګورو باغ به بل چا له ورکړى.“ هر کله چې هغوئ دا واورېدل نو وې وئيل، ”خُدائ مۀ کړه.“
نو بيا ولې مونږ د ايمان په وسيله شريعت شا ته غورزوو؟ هيڅکله نه، بلکې مونږ خو شريعت نور هم مضبوطوو.
نه، هيڅکله نه. کۀ چرې هر بنى آدم دروغژن وى خو خُدائ پاک به همېشه رښتونے وى، لکه چې په صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”تۀ دې په خپلو خبرو کښې رښتونے وګرځې او په خپل عدالت کښې دې کامياب شې.“
نه، هيڅکله نه. کۀ چرې خُدائ پاک اِنصاف کوونکے نۀ وى، نو بيا به هغه د دُنيا عدالت څنګه وکړى؟
خو بنى اِسرائيلو چې د شريعت په بنياد د صداقت حاصلولو کوشش وکړو نو هغوئ په هغه شريعت پوره کولو کښې کامياب نۀ شول.
کۀ د شريعت هغه تختې چې په ګټه ليکلے شوې وې او په هغې کښې دومره جلال وو چې بنى اِسرائيلو د موسىٰ مخ ته نۀ شو کتلے چې په کښې د خُدائ پاک جلال ځلېدو، کۀ څۀ هم هغه جلال به لږ وخت وروستو تتېدو،
خو کۀ په مسيح باندې د ايمان ساتلو په وجه هغه مونږ د خُدائ پاک سره صادقان کړى، او کۀ په دې مونږ ګناه ګار ګڼلے شُو چې ګنې مونږ شريعت پرېښودو، نو ولې د دې مطلب دا شو چې ګنې مسيح مونږ ته د ګناه دعوت راکړو؟ نه هيڅکله نه.
په شرعى ژوند پوره کولو کښې زۀ مړ شوم، خو د دې په وجه ما خُدائى ژوند حاصل کړو.
زۀ د خُدائ پاک فضل نۀ رد کوم، ځکه کۀ صداقت د شريعت په وسيله حاصليږى نو بيا خو مسيح بېمطلبه مړ شو.
خو خُدائ دې نۀ کړى چې زۀ بې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د سولۍ نه په بل څۀ فخر وکړم، د چا د صليب په وجه دُنيا زما دپاره په سولۍ شوه او زۀ د دُنيا دپاره په سولۍ شوم.
د ايمان په وسيله نوح د هغه څيزونو په باب کښې چې تر هغه وخته په نظر نۀ راتلل، هدايت وموندو او د خپل خاندان د بچ کولو دپاره يې کِشتۍ جوړه کړه. هغۀ د خپل ايمان په وسيله ټوله دُنيا مجرمه کړه او د هغه صداقت وارث شو چې د ايمان په سبب وو.
غرض دا چې اولنى احکام يو طرف ته کړے شول ځکه چې دا کمزورى او بېکاره وو،
ځکه چې شريعت هيڅ څيز کامِل کړے نۀ دے، او د هغې په ځائ يو قوى اُميد جوړ کړے شو چې د هغۀ په وسيله مونږ خُدائ پاک ته نزدې ورتلے شُو.