Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګلتيان 3:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 نو بيا د شريعت د راتلو نه څۀ مقصد وو؟ شريعت د دې دپاره ورکړے شو چې د وعدې سره سره چې خلقو ته د هغوئ ګناهونه هم ورښکاره کړى، خو شريعت صرف د وعده شوى ماشوم د راتلو پورې وو. خُدائ پاک خپل شريعت د فرښتو په وسيله موسىٰ له ورکړو څوک چې د خُدائ پاک او خلقو تر مينځه مينځګړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګلتيان 3:19
31 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ وفرمائيل زۀ به دوئ تباه کړم نو د هغۀ غوره شوى کس موسىٰ د خُدائ د غضب او مخلوق په مينځ کښې ودرېدلو چې د هغۀ غصه سړه او دوئ د تباهۍ نه بچ کړى.


دا اصُول د هغه سړى په حقله دى چې د ذکر نه يې اوبۀ يا منى ځى،


اِبراهيم جواب ورکړو، کۀ چرې هغوئ د موسىٰ او د نورو نبيانو خبرو ته غوږ نۀ ږدى نو کۀ څوک د قبر نه ورپاڅى هم نو هغوئ به پرې باور ونۀ کړى.“


ځکه چې شريعت د موسىٰ په وسيله ورکړے شو خو فضل او حقيقت د عيسىٰ مسيح په وسيله راغلل.


کۀ زۀ راغلے نۀ وے او دوئ ته مې وئيلے نۀ وے نو دوئ به مجرم نۀ وُو، خو اوس د هغوئ سره د خپلې ګناه څۀ بهانه نشته.


موسىٰ په صحرا کښې زمونږ د پلار نيکونو سره په يوه غونډه کښې وو چې په هم هغه وخت هغه فرښتې ورسره خبرې کولې چې د سينا په غرۀ کښې دۀ سره وه هغې مونږ ته د رارسولو دپاره هغۀ ته ژوندے کلام ورکړو.


تاسو ته د فرښتو په وسيله شريعت درکړے شو خو تاسو پرې عمل ونۀ کړو.“


ځکه چې نۀ صرف د شريعت په اورېدو بلکې په هغې د عمل کولو په وسيله سړے د خُدائ پاک په نظر کښې صادق کيږى.


ځکه چې شريعت خو سزا اعلانوى، خو چرته چې شريعت نشته نو هلته د شريعت ماتول هم نشته.


نو خُدائ پاک چې د اِبراهيم او د هغۀ د اولاد سره کومه وعده وکړه، نو د هغۀ مقصد دا نۀ وو چې، ”د ډېرو اولادونو سره،“ بلکې د هغۀ مقصد دا وو چې، ”ستا يک يو اولاد سره،“ يعنې مسيح سره.


هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د سينا غر نه راغلو، هغه په ادوم باندې د نمر په شان راوختلو او د فاران غر نه په خپلو خلقو باندې وځلېدو. لس زره فرښتې د هغۀ سره وې، او په ښى لاس کښې يې د اور لمبه وه.


په هغه وخت کښې زۀ ستاسو او مالِک خُدائ په مينځ کښې د مينځګړى په شان د دې دپاره ولاړ وم چې هغه څۀ ووائى نو زۀ به يې تاسو ته ووايم، ځکه چې تاسو د اور نه يرېدئ او غرۀ ته ونۀ ختلئ. مالِک خُدائ وفرمائيل چې،


ځکه کوم کلام چې د فرښتو په وسيله ورکړے شوے وو هغه قائم پاتې شو او هرې خطا او نافرمانۍ ته ټيک سزا مِلاو شوه،


نو خُدائ پاک هغه راتلونکې دُنيا چې مونږ يې بيان کوُو د فرښتو تابع نۀ کړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan