18 ځکه کۀ ميراث د شريعت په وسيله حاصليږى نو بيا خو به دا د وعدې په بنياد نۀ دے، خو خُدائ پاک اِبراهيم ته دا د وعدې په وسيله ورکړو.
ځکه چې هغۀ ته خپله پاکه وعده ياده وه، کومه وعده چې هغۀ خپل خِدمتګار اِبراهيم سره کړې وه.
او چې بچى يُو نو وارثان هم يُو. مونږ د خُدائ پاک وارثان او د مسيح په ميراث کښې شريک هم يُو، خو کۀ چرې مونږ د هغۀ سره په جلال کښې شريک يُو نو د هغۀ په تکليف کښې به هم شريک يُو.
زۀ د خُدائ پاک فضل نۀ رد کوم، ځکه کۀ صداقت د شريعت په وسيله حاصليږى نو بيا خو مسيح بېمطلبه مړ شو.
ځکه څوک چې د شريعت په عملونو بهروسه کوى، هغوئ لعنتيان دى، لکه چې په صحيفو کښې فرمائى چې، ”هر هغه څوک چې د شريعت په کِتاب کښې په ليکلے شوو ټولو خبرو عمل نۀ کوى هغوئ ټول لعنتيان دى.“
بلکې د ايمان طريقه د شريعت د طريقې نه بدله ده، لکه څنګه چې په صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”څوک چې په شريعت عمل کوى هغه به د دې په سبب پائى.“
نو خُدائ پاک چې د اِبراهيم او د هغۀ د اولاد سره کومه وعده وکړه، نو د هغۀ مقصد دا نۀ وو چې، ”د ډېرو اولادونو سره،“ بلکې د هغۀ مقصد دا وو چې، ”ستا يک يو اولاد سره،“ يعنې مسيح سره.
ځکه چې په عيسىٰ مسيح کښې د ايمان په وسيله تاسو ټول د خُدائ پاک اولاد يئ.
او اوس چې تاسو د مسيح يئ نو تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، او د وعدې په مطابق وارثان يئ.