15 زما وروڼو او خوېندو، زۀ درته د روزمره ژوند مثال درکوم. چې د يو کس د چا سره تړون وشى، نو بيا په کښې نۀ څۀ زياتېدے شى او نۀ څۀ منسوخ کېدے شى.
کوم لوظ چې هغۀ د اِبراهيم سره کړے وو، هغه وعده چې هغۀ د اِسحاق سره کړې وه.
په دغو ورځو کښې پطروس د ايماندارانو په مينځ کښې ودرېدو چې دا ټوله ډله تقريباً په شمېر کښې شپږ شلې وه،
اے زما وروڼو او خوېندو، زۀ غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې ما ډېر ځله تاسو ته د راتلو کوشش کړے دے خو تر اوسه پورې د دې نه منع کړے شوے يم. او زۀ په دې طمع ناست يم چې په تاسو کښې کار وکړم او تاسو د ايمان ملګرى جوړ کړم، لکه څنګه چې مې په نورو غېرو يهوديانو کښې جوړ کړى دى.
خو کۀ چرې ځينې خلق داسې وائى چې زمونږ بدکارى د خُدائ پاک د اِنصاف د ښکاره کولو سبب کېدے شى، نو بيا مونږ په دې کښې څۀ وئيلے شُو؟ ولې دا د خُدائ پاک بېاِنصافى ده چې خُدائ پاک په مونږ غضب نازلوى؟ زۀ دا د يو انسان په توګه وايم.
زۀ ستاسو د انسانى کمزورتياو په سبب په ساده الفاظو کښې وايم. لکه څنګه چې تاسو يو ځلې خپل ځانونه د ناپاکۍ او بېشرعې کارونو دپاره غلامان کړى وُو، نو دغه شان يې اوس د صداقت دپاره هم غلامان کړئ، چې مقدس شئ.
کۀ صرف د انسانى اُميد دپاره زۀ په اِفِسوس کښې د وحشتناکو ځناورو سره وجنګېدلم نو د دې نه ما ته څۀ فائده حاصله شوه؟ کۀ مړى بيا نۀ راژوندى کيږى نو ”مونږ له ښۀ خوراک څښاک په کار دے، ځکه چې سبا به مړۀ کيږُو.“
زما وروڼو او خوېندو، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو ټولو سره مل وى، آمين.
کله چې خُدائ پاک د اِبراهيم سره لوظ وکړو نو د هغۀ نه بل څوک لوئ نۀ وو چې قسم يې پرې کړے وے نو ځکه هغۀ په خپل نوم قسم وکړو.
انسانان يقيناً چې د خپل ځان نه په لوئ څيز قسم خورى او د هغوئ د هر يو بحث آخرى ثبوت د قسم سره وى.
ځکه چې وصيت د مرګ نه پس جارى کيږى او ترڅو چې وصيت کوونکے ژوندے وى تر هغې دا وصيت نۀ جارى کيږى.