Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګلتيان 2:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 او کله چې يعقوب، پطروس او يوحنا چې د جماعت ستنې وې، هغوئ د هغه فضل نه خبر شول کوم چې ما ته راکړے شوے وو، نو هغوئ د ملګرتيا دپاره برنباس او ما ته ښے لاس راکړو. او مونږ متفِق شو چې مونږ به غېر‌يهوديانو ته او هغوئ به يهوديانو ته د خِدمت دپاره لاړ شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګلتيان 2:9
32 Iomraidhean Croise  

ياهُو يو ځل بيا روان شو، په لار کښې هغه د ريکاب زوئ يوندب سره مِلاو شو. ياهُو ورباندې سلام واچولو او ورته يې ووئيل، ”تۀ هم زما هغه شان وفادار يې لکه چې څنګه زۀ ستا وفادار يم؟“ يوندب ورته ووئيل، ”آو، زۀ ستا وفادار يم.“ ياهُو ورته ووئيل، ”کۀ داسې وى نو ما له لاس راکړه.“ نو هغۀ لاس ورکړو. ياهُو هغه د ځان سره خپلې جنګى ګاډۍ ته وخېژولو.


خو زۀ تا ته دا وايم چې تۀ پطروس يې، چې معنىٰ يې ګټ دے، چې زۀ به خپل جماعت په دې ګټ آبادوم، او په دې به مرګ هم هيڅکله غالبېدے نۀ شى.


نو عيسىٰ بيا پطروس او يوحنا د دې هداياتو سره ولېږل چې، ”لاړ شئ او زمونږ دپاره د فسح خوراک تيار کړئ چې وې خورو.“


نو هغۀ شمعون عيسىٰ له راوستو. عيسىٰ هغۀ ته وکتل او وې فرمائيل، ”تۀ د يوحنا زوئ شمعون يې، تا ته به کائفس وئيلے کيږى، يعنې پطروس چې معنىٰ يې ګټ دے.“


خو پطروس هغوئ ته د چپ کېدو اِشاره وکړه او ټوله قيصه يې ورته بيان کړه چې مالِک هغه څنګه د قېدخانې نه بهر راوويستو. نو بيا هغۀ ووئيل چې، ”يعقوب او زمونږ نور وروڼه په دې واقعه خبر کړئ.“ او بيا هغه بل ځائ ته روان شو.


هغوئ چې خبرې بس کړې نو يعقوب ووئيل چې، ”اے زما وروڼو، ما ته غوږ کېږدئ.


د اوږد بحث نه پس پطروس پاڅېدو او هغوئ ته يې مخ راواړولو او وې وئيل چې، ”اے زما وروڼو، تاسو په خپله خبر يئ چې په اولو ورځو کښې خُدائ پاک په تاسو کښې زۀ خوښ کړم چې غېر‌يهوديانو ته د زيرى کلام بيان کړم چې هغوئ ايمان راوړى.


نو يوسف نومې يو ليوى وو چې د قبرص اوسېدونکے وو او رسولانو به ورته برنباس وئيلو چې معنىٰ يې ډاډ ورکوونکے دے.


د هغۀ په وسيله مونږ ته دا فضل او رسالت بخښلے شوے دے چې د هغۀ د نوم دپاره ټولو غېرو قومونو ته بلنه ورکړُو چې د ايمان په وسيله تابعدارى وکړو.


د هغه فضل په مطابق کوم چې ما ته راکړے شوے دے، زۀ په تاسو کښې هر چا ته دا وايم چې تاسو خپل ځان د خپل حيثيت نه اوچت مۀ ګڼئ. څنګه چې خُدائ پاک هر چا ته يوه اندازه ايمان ورکړے دے، هغه دې خپل ځان د هغې په مطابق وګڼى.


نو ما هم په بعضې نقطو کښې زيات په زړۀ ورتيا سره د دې يادګيرنې په طور دا تاسو ته وليکل د هغه فضل په وجه چې خُدائ پاک ما ته راکړے دے


خو زۀ چې هر څۀ يم هغه د خُدائ پاک په فضل يم، او هغه فضل چې په ما وشو هغه بې‌فائدې نۀ وو. په حقيقت کښې ما د هغوئ ټولو نه زياته خوارى کړې ده. اګر کۀ دا ما ونۀ کړه بلکې د خُدائ پاک په هغه فضل وشوه چې په ما دے.


زۀ خو خپل ځان ستاسو د هغه تش په نامه لويو رسولانو نه کم نۀ ګڼم.


زۀ بې‌وقوف شوم ځکه چې زۀ تاسو مجبور کړم خو تاسو له زما ستائينه کول په کار وو، په وجه د دې چې زۀ هيڅ هم نۀ يم، خو بيا هم د هغه تش په نامه لويو رسولانو نه په هيڅ طور کم نۀ يم.


هغوئ مونږ ته ډېر مِنت وکړو چې، مونږ هم مقدسينو ته د خېرات ورکولو د خِدمت په فضل کښې شريک کړئ.


چې خپل زوئ په ما کښې څرګند کړى د دې دپاره چې زۀ په غېر‌يهوديانو کښې د هغۀ زيرے خور کړم. نو نۀ خو ما د انسان نه صلاح واخسته


بيا درې کاله پس د پطروس سره د ملاقات دپاره زۀ يروشلم ته لاړم او پينځلس ورځې مې هغۀ سره تېرې کړې.


نو څوارلس کاله وروستو زۀ د برنباس سره بيا يروشلم ته لاړم او تيطوس مې هم د ځان سره بوتلو.


زۀ د خُدائ پاک د الهام په مطابق هلته لاړم. هلته بيا ما د هغوئ د مشرانو سره پټ ملاقات وکړو. د هغوئ وړاندې مې هغه زيرے کېښودو کوم چې ما غېر‌يهوديانو ته بيان کړے وو. ځکه چې زۀ يرېدلم هسې نه چې زما اوسنۍ يا پخوانۍ منډې ترړې بې‌فائدې شى.


کۀ څوک خپل ځان ډېر غټ ګڼى او په حقيقت کښې څۀ هم نۀ وى، نو هغوئ خپل ځان له دوکه ورکوى.


نو تاسو د رسولانو او نبيانو په بنياد ودان کړے شوى يئ چې عيسىٰ مسيح يې په خپله د ګوټ سر کاڼے دے.


اګر کۀ زۀ په ټولو مقدسينو کښې د ټولو ورکوټو نه ورکوټے يم، خو دا فضل په ما وشو چې زۀ غېر‌يهوديانو ته د مسيح د بې‌اندازې دولت زيرے ورکړم،


د دې دپاره زۀ د مسيح د هغه قوت په مطابق د زړۀ نه خوارى کوم چې په ما کښې په زور اثر کوى.


کۀ زما په درتلو کښې ډيل وشى نو چې تاسو خبر يئ چې د خُدائ پاک په کور کښې مونږ له څنګه سلوک په کار دے، يعنې د ژوندى خُدائ پاک په جماعت کښې کوم چې د حق ستن او بنياد دے.


څۀ چې مونږ ليدلى او اورېدلى دى، مونږ هغه تاسو ته بيانوو د دې دپاره چې تاسو مونږ سره په کښې شريک شئ او په رښتيا مونږ د پلار او د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح سره شراکت وساتو.


هر هغه څوک چې کامياب شى نو هغوئ به زما د خُدائ د کور ستن شى، او هغوئ به هر وخت په هغې کښې اوسيږى. زۀ به په هغوئ د خپل خُدائ نوم وليکم او هغوئ به زما د خُدائ پاک د ښار اوسېدونکى شى يعنې د نوې يروشلم کوم چې د آسمان نه ښکته راځى او زۀ به پرې خپل نوے نوم وليکم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan