Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګلتيان 2:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 خو مونږ د هغوئ تابعدارى لږ ساعت له هم ونۀ کړه د دې دپاره چې د زيرى رښتينوالے په تاسو کښې همېشه قائم پاتې شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګلتيان 2:5
11 Iomraidhean Croise  

هغوئ څلور ځلې ما له هم دغه پېغام رالېږلو او هر ځل ما هغوئ له هم دغه جواب ورولېږلو.


په دې د پولوس او برنباس د هغوئ سره ډېر سخت بحث وشو او جماعت دا فېصله وکړه چې پولوس او برنباس دې سره د نورو ايماندارانو يروشلم ته لاړ شى چې په دې مسئله د رسولانو او د نورو مشرانو سره خبرې وکړى.


زۀ په دې خبره حېران يم چې تاسو دومره زر د هغه چا نه مخ اړوئ چا چې تاسو د مسيح په فضل رابللى يئ، او اوس د بل زېرى پسې ګرځئ،


نو کله چې ما وليدل چې هغوئ د زيرى د رښتينوالى په مطابق په نېغه لار نۀ ځى، نو ما د ټولو په وړاندې پطروس ته دا ووئيل چې، ”کۀ څۀ هم چې تۀ يهودى يې او د غېر‌يهوديانو په شان ژوند تېروې، نو بيا تۀ ولې غېرقومونه د يهوديانو په شان ژوند تېرولو ته مجبوروې؟“


نو ولې زۀ تاسو ته د حق وئيلو په وجه اوس ستاسو دشمن شوم؟


نو تاسو چې حقيقت واورېدو يعنې د خلاصون زيرے چې تاسو پرې په مسيح ايمان راوړو، نو هغۀ په تاسو د خپلې هغه وعدې په مطابق چې پخوا يې کړې وه د روحُ القُدس مُهر ولګولو او خپل يې کړئ.


ستاسو د هغه اُميد په وجه کوم چې په آسمان کښې ستاسو انتظار کوى. تاسو د وړاندې نه د دې اُميد په حقله په رښتينى کلام يعنې زېرى کښې اورېدلى دى.


او د دې دپاره مونږ هم هر وخت د خُدائ پاک شُکر کوُو چې کله تاسو ته د خُدائ پاک کلام درورسېدو کوم چې تاسو زمونږ نه اورېدلے دے، نو تاسو دا قبول کړو د بنى آدم د کلام په طور نه بلکې د حقيقت په طور مو قبول کړو چې دا د خُدائ پاک کلام دے، او چې دا تاسو ايماندارانو کښې کار هم کوى.


زما ګرانو دوستانو، اګر چې زما تاسو ته د هغه خلاصون په حقله د ليکلو ډېر زيات شوق وو په کوم کښې چې مونږ ټول شريک يُو، خو زۀ اوس تاسو ته د بل څيز په حقله ليکل غواړم او تاسو ته مِنت زارى کوم چې د هغه ايمان دفاع وکړئ کوم ايمان چې مقدسينو ته په يو ځل سپارلے شوے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan