18 کۀ زۀ هغه شريعت بيا آباد کړم کوم چې ما ونړولو، نو زۀ به خپل ځان مجرم ثابت کړم.
کۀ چرې ستا ورور يا خور ستا د خوراک په وجه خفه کيږى نو بيا تۀ په مينې سره ژوند نۀ تېروې. نو په خپل خوراک هغوئ مۀ هلاکوه د چا دپاره چې مسيح مړ شو.
سنت کېدل فائده مند دى خو چې تاسو په شريعت عمل کوئ، خو کۀ تاسو چرې په شريعت عمل نۀ کوئ نو ستاسو سنت داسې دے لکه بېسنته.
خو کۀ چرې ځينې خلق داسې وائى چې زمونږ بدکارى د خُدائ پاک د اِنصاف د ښکاره کولو سبب کېدے شى، نو بيا مونږ په دې کښې څۀ وئيلے شُو؟ ولې دا د خُدائ پاک بېاِنصافى ده چې خُدائ پاک په مونږ غضب نازلوى؟ زۀ دا د يو انسان په توګه وايم.
زۀ د خُدائ پاک فضل نۀ رد کوم، ځکه کۀ صداقت د شريعت په وسيله حاصليږى نو بيا خو مسيح بېمطلبه مړ شو.
خو زما وروڼو او خوېندو، ترڅو چې زما خبره ده کۀ زۀ تر اوسه د سنتېدلو پېغام ورکوم چې داسې کول ضرورى دى، نو بيا زۀ ولې تر اوسه زورَولے کېږم؟ کۀ ما د مسيح د سولۍ په وسيله د خلاصون تعليم نۀ وے ورکړے، نو څوک به هم خفه شوى نۀ وو.