Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګلتيان 2:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 او نور يهوديان وروڼه هم د هغۀ په مرسته په رياکارۍ کښې ورسره شامل شول تر دې چې برنباس هم د هغوئ سره د رياکارۍ په وجه ګمراه شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګلتيان 2:13
17 Iomraidhean Croise  

خو چې بيا يې ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ په رښتيا عِيسو يې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، زۀ عِيسو يم کنه.“


د دې نه علاوه، زۀ چې د خپل نېک د زوئ خِدمت نۀ کوم نو د چا به کوم؟ څنګه چې ما ستا د پلار خِدمت کړے دے، نو زۀ به ستا خِدمت هم کوم.“


تۀ د خپلو جذباتو نه کار ولې اخلې؟ او ستا رنګ ولې دومره سور دے


څنګه چې مړۀ مچان خوشبودار عطر خرابوى نو داسې لږ شان کم عقلتوب ډېر حِکمت او عزت خرابولے شى.


په دې دُنيا کښې داسې هيڅ څوک صادق نشته چې هغه همېشه ښۀ کوى او هيڅکله ګناه نۀ کوى.


دغه حال ستاسو هم دے، په ظاهره خو تاسو صادقان ښکارئ، خو د دننه د منافقت او بې‌شرعې کارونو نه ډک يئ.


نو يوسف نومې يو ليوى وو چې د قبرص اوسېدونکے وو او رسولانو به ورته برنباس وئيلو چې معنىٰ يې ډاډ ورکوونکے دے.


تاسو ته پته ده چې کله تاسو کافر وئ نو تاسو دوکه شوئ او په هغه ګونګيانو بُتانو پسې ګمراه شوئ.


دوکه کېږئ مه، ځکه چې د بدو ملګرتيا د انسان ښۀ عادتونه خرابوى.


ستاسو فخر کول ښۀ خبره نۀ ده. ولې تاسو خبر نۀ يئ چې لږه شان خمبيره په قلپۍ کښې ټول اخښلے شوى اوړۀ خمبيره کوى؟


خو خيال کوئ، چې ستاسو آزادى د کمزورو دپاره د تيندک باعث نۀ شى.


نو څوارلس کاله وروستو زۀ د برنباس سره بيا يروشلم ته لاړم او تيطوس مې هم د ځان سره بوتلو.


او کله چې يعقوب، پطروس او يوحنا چې د جماعت ستنې وې، هغوئ د هغه فضل نه خبر شول کوم چې ما ته راکړے شوے وو، نو هغوئ د ملګرتيا دپاره برنباس او ما ته ښے لاس راکړو. او مونږ متفِق شو چې مونږ به غېر‌يهوديانو ته او هغوئ به يهوديانو ته د خِدمت دپاره لاړ شى.


نو په کار نۀ دے چې مونږ دې نور ماشومان پاتې شُو. او نۀ دې مونږ د نوى تعليماتو په وجه اخوا دېخوا کيږُو او نۀ به نور د خلقو د مکارۍ، چالاکۍ او ټګۍ په منصوبو سره ګمراه شُو.


د هر قسم او مختلف تعليمونو په وجه بې‌لارې کېږئ مه، ځکه چې دا ښۀ ده چې زړۀ په فضل مضبوط شى، نۀ د هغه خوراکونو په اصُولو کومو چې هغوئ ته څۀ فائده نۀ ده ورکړى چا چې دا منل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan