10 هغوئ بس دومره راته ووئيل چې خوار غريب ياد ساته، ولې زۀ پخپله د دې کار دپاره ليواله وم.
د يو څو کالونو د غېر حاضرۍ نه پس زۀ خپل قام ته د خېرات ورکولو او د نذرانو پېش کولو دپاره راغلے يم.
خو سخيان اوسېږئ او چې څومره پېسو ته يې ضرورت وى نو هغه هومره قرض ورکړئ.
او نېکى کول او سخاوت مۀ هېروئ ځکه چې خُدائ پاک په داسې قربانو خوشحاليږى.
کۀ د چا سره د دُنيا هر څيز وى او خپل ايماندار ورور يا خور ضرورتمند وګورى او د خپل زړۀ دروازه هغۀ ته بنده کړى نو بيا په هغۀ کښې د خُدائ پاک مينه څنګه اوسيږى؟