Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګلتيان 1:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 اګر چې بل زيرے نشته. خو داسې خلق شته چې هغوئ دا غواړى چې تاسو بې‌لارې کړى او د مسيح د زيرى مقصد درته بدل کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګلتيان 1:7
38 Iomraidhean Croise  

دا خبرې به ترڅو پورې د دې دروغژنو پېغمبرانو په زړونو کښې راځى، څوک چې د خپلو سوچونو پېغامونه خلقو ته بيانوى.


خو نور به تۀ بيا کله هم دا ونۀ وائې چې، ”د مالِک خُدائ پېغام يو دروند پيټے دے،“ ځکه چې د هر سړى خپله خبره د هغۀ پېغام وګرځېدو نو تاسو بيا دغه شان د ژوندى مالِک خُدائ، ربُ الافواج خُدائ زمونږ د خُدائ پاک پېغام ته تعبير ورکوئ.


دروغژن مسيحيان او دروغژن نبيان به راښکاره شى او لوئې معجزې او نښې به ښکاره کوى، او کۀ ممکن وى نو غوره شوى خلق به بې‌لارې کړى.


او ورته يې ووئيل چې، ”اے د اِبليس زويه، اے د صداقت دشمنه، اے ټګه او د شرارت نه ډکه. ولې تۀ د مالِک د نېغو لارو د کږولو نه نۀ منع کيږى؟


مونږ اورېدلى دى چې زمونږ ځينى کسان زمونږ د حُکم نه بغېر درغلى دى او په خپلو خبرو يې تاسو پرېشانه کړى يئ او ستاسو ذهنونه يې ګډ‌وډ کړى دى.


ستاسو په ډله کښې به هم څۀ خلق داسې راپاڅى چې رښتيا به په دروغو بدل کړى او په دې به مريدان خپل ځان ته راواړوى.


ځکه چې داسې خلق دروغژن رسولان دى او دوکه مار دى او ځانونه يې د مسيح د رسولانو په شان کړى وى.


ځکه چې مونږ د ډېرو خلقو په شان د خُدائ پاک کلام خرڅوونکى نۀ يُو بلکې مونږ د زړۀ د اخلاصه د مسيح په اختيار د خُدائ پاک کلام اورو. او په دې پوهه يُو چې د بره نه خُدائ پاک په مونږ نظر ساتى.


مونږ ټول شرمناک کارونه پرېښودل، نۀ مونږ چالاکى کوُو او نۀ د خُدائ پاک په کلام کښې بدلون راولو. خُدائ پاک په خپله زمونږ ګواه دے چې همېشه رښتيا وايو او دا حقيقت ټولو صادقانو ته زمونږ رښتينوالى څرګندوى.


زۀ په دې خبره حېران يم چې تاسو دومره زر د هغه چا نه مخ اړوئ چا چې تاسو د مسيح په فضل رابللى يئ، او اوس د بل زېرى پسې ګرځئ،


ځينې دروغژن ايمانداران زمونږ په مينځ کښې د دې دپاره شامل شوى وُو چې جاسوسى وکړى، او کومه آزادى چې مونږ ته په عيسىٰ مسيح کښې مِلاو شوې ده هغه ختمه کړى او مونږ بيا د شريعت غلامان جوړ کړى.


هغوئ تاسو سره دوستانه کول غواړى خو د نېک مقصد دپاره نه، بلکې هغوئ دا غواړى چې تاسو زما نه جدا کړى د دې دپاره چې تاسو د هغوئ د دوستانې محتاجه شئ.


زما په تاسو په مالِک کښې دا پوره باور دے چې تاسو به بل غلط تعليم نۀ منئ. خو خُدائ پاک به داسې کس ته سزا ورکړى، څوک چې تاسو ګمراه کوى، کۀ هغه هر څوک هم وى.


زۀ غواړم چې هغه څوک چې تاسو د سنتولو په تعليم پرېشانه کوى هغوئ دې نۀ يواځې دا چې خپل ځانونه سنت کړى بلکې خصيان دې هم کړى.


د دې نه پس څوک مۀ پرېږدئ چې ما ته په دې خبرو تکليف راکړى ځکه چې ما په خپل بدن د عيسىٰ د داغونو نښې لګولې دى.


څوک چې د حقيقت نه بې‌لارې شوى دى او داسې دعوىٰ کوى چې د بيا راژوندى کېدلو وخت خو وشو. او هغوئ د څۀ خلقو ايمان خرابوى.


زۀ دا خبرې تاسو ته د هغه چا په باب کښې ليکم څوک چې ستاسو د دوکه کولو کوشش کوى.


ګرانو دوستانو، په هر چا يقين مۀ کوئ څوک چې دا دعوىٰ کوى چې هغه د خُدائ د روح نه خبرې کوى بلکې تاسو هر يو کس آزمايئ چې هغه روح د خُدائ پاک د طرفه دے او کۀ نه، ځکه چې ډېر دروغژن نبيان په دُنيا کښې راپېدا شوى دى.


کۀ څوک درته راشى او دا تعليم درنۀ کړى نو هغه خپل کور ته مۀ پرېږدئ او مۀ ورته هرکلے وايئ،


ځکه چې ډېر دوکه بازان دُنيا کښې خوارۀ شوى دى څوک چې د عيسىٰ مسيح په جسم کښې راتلل نۀ منى، داسې کسان لوئ ټګماران او خردجالان دى.


ځکه چې څۀ خلق ستاسو په مينځ کښې راګډ شوى دى په چا چې د ډېر پخوا نه د مجرمانو مهر لګولے شوے دے، بې‌دينه خلق څوک چې زمونږ د خُدائ پاک فضل په عياشۍ بدلوى او زمونږ د يک يو مالِک، مالِک عيسىٰ مسيح نه اِنکار کوى.


نو دا لويه اژدها لاندې راوغورزولے شوه، هغه زوړ مار چې شېطان يا اِبليس بللے شى چې ټوله دُنيا يې دوکه کړې ده، هغه د خپلو فرښتو سره لاندې زمکې ته راګزار کړے شو.


او هغې له دا اختيار ورکړے شو چې د هغې اولنۍ بلا په ځائ معجزې وکړى او د دُنيا اوسېدونکى دوکه کړى او ورته يې حُکم وکړو چې د هغې اولنۍ په شان يو بُت جوړ کړئ چې د تُورې ګزار يې خوړلے وو خو بيا هم لا ژوندې وه.


او هغه بلا ګرفتار کړے شوه او دغسې هغه دروغژن نبى هم چې يې د هغې دپاره معجزې ښکاره کولې او هغه څوک يې دوکه کول په چا چې د بلا نښه وه او د هغۀ بُت ته يې سجده کړې وه. دغه دواړه ژوندى هغه درياب ته وغورزولے شول چې د ګوګړو شُغلې ترېنه ختلې.


زۀ ستا د ټولو عملونو نه خبر يم. او ما ته ستا د خوارۍ او صبر هم پته ده. او ما ته د دې هم پته ده چې تۀ بدکاره خلق نۀ شې زغملے، تا هغوئ وآزمائيل څوک چې ځان ته رسولان وائى خو نۀ دى، او دروغژن دې ثابت کړل.


خو زۀ ستا خلاف دا شکايت کوم چې تۀ هغه ايزبلى نومې ښځه برداشت کوې چې ځان ته پېغمبره وائى او زما خادِمانو ته د حرامکارۍ او د بُتانو د قربانۍ د خوړلو ترغيب ورکوى.


خو بيا هم يوه خبره ستا په حق کښې شته چې تۀ د نيکليانو د کارونو نه نفرت کوې لکه چې زۀ يې ترې کوم.


فرښتې هغه عالِم ارواح ته وغورزولو، بند يې کړو او مهر يې پرې ولګولو، د دې دپاره چې هغه بيا تر هغې قومونه دوکه نۀ کړى ترڅو چې زر کاله پوره شوى نۀ وى. د هغې نه پس به هغه بيا د لږ وخت دپاره آزاد کړے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan