23 خو هغوئ صرف د هغۀ په حقله دا اورېدلى وُو، ”چا به چې مونږ وړاندې زورولو، هغه اوس د هغه ايمان زيرے په خپله ورکوى د کوم په تباهۍ پسې چې دے ګرځېدو.“
بيا ځينې دم آچوونکى يهوديان چې سيلانيان وُو نو هغوئ به هم د پيريانو د ايستلو دپاره د مالِک عيسىٰ نوم دغه شان استعمالولو. هغوئ به وئيل چې، ”تاسو ته د هغه عيسىٰ په نوم حکم درکوو چې پولوس يې بيانوى رابهر شئ.“
د خُدائ پاک کلام خورېدو او په يروشلم کښې د عيسىٰ د منونکو شمېر په تېزۍ سره زياتېدو، او ډېرو اِمامانو هم ايمان راوړو.
خو حنانياس جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ د دې سړى او د هغۀ د ټولو ظلمونو نه خبر يم هغۀ چې کوم ستا د مقدسينو سره په يروشلم کښې کړى دى.
نو هغۀ سمدستى په عبادتخانو کښې بيان شروع کړو چې عيسىٰ د خُدائ پاک زوئ دے.
هغوئ ټولو چې د هغۀ واورېدل نو حق حېران شول او وې وئيل چې، ”دا هغه سړے نۀ دے چا چې په يروشلم کښې هغه خلق وژل چې د عيسىٰ نوم به يې اخستلو؟ او ولې دے دلته د دې دپاره نۀ دے راغلے چې دغه خلق ګرفتار کړى او مشر اِمام ته يې لاس تړلى بوځى؟“
کله چې ساؤل يروشلم ته راورسېدو نو هغۀ کوشش وکړو چې مريدانو سره يو ځائ شى خو هغوئ ټول د هغۀ نه يرېدل ځکه چې د هغوئ په دې يقين نۀ راتلو چې هغۀ ايمان راوړے دے.
ترڅو چې مونږ سره موقع په لاس کښې ده، نو راځئ چې د هر چا سره ښېګړه وکړُو، او خاص د هغوئ سره چې د ايماندارانو په خاندان کښې حسابيږى.