21 د دې نه پس زۀ د شام او د کلکيه علاقو ته لاړم.
د هغۀ آوازه په ټول شام کښې خوره شوه او د هر رنځ بيماران چې په عذاب آخته وُو، يعنې هغوئ چې پيريانو نيولى وُو، ميرګو نيولى او شل يې ورله راوستل نو هغۀ روغ کړل.
د اَنطاکيه په جماعت کښې نبيان او اُستاذان وُو، برنباس، شمعون چې په تور ياديږى، لوکيوس کرينى، مناهين چې د هيروديس حاکِم سره يو ځائ لوئ شوے وو، او ساؤل.
او خط يې ورکړو چې په کښې داسې ليکلے شوى وُو، ”مونږ رسولان او مشران ستاسو وروڼه، تاسو غېريهوديانو ايماندارانو ته چې په اَنطاکيه، شام، او کلکيه کښې يئ سلامونه وايو.
هغه په شام او کلکيه ورتېر شو او جماعتونو له يې ډاډګيرنه ورکړه.
پولوس د څۀ وخت دپاره هلته پاتې شو، بيا يې ايماندارانو وروڼو نه رُخصت واخستو او په سمندرى جهاز کښې شام ته روان شو او ورسره پرسکله او اکوله هم وُو. نو په کِنخريه کښې هغۀ خپل سر وخرېلو ځکه چې هغۀ منښته کړې وه.
مونږ په لاره کښې د قبرص جزيره وليده او ترې نه په ګس لاس تير شُو. مونږ شام ته سفر جارى وساتلو او په صور کښې کوز شُو ځکه چې هلته يې د کشتۍ نه سامان کوزولو.
پولوس جواب ورکړو چې، ”زۀ يهودى يم او د کلکيه د ترسس يم، او د دغه اهم ښار مقامى اوسېدونکے يم. ما ته اجازت راکړه چې دې خلقو ته خبرې وکړم.“
”زۀ يهودى يم، د کلکيه په ترسس ښار کښې پېدا شوے وم، او زۀ دلته په دې ښار کښې لوئ شوے يم او د ګملىايل په شاګردۍ کښې مې د خپلو مشرانو د سخت شريعت تعليم حاصل کړو، زۀ هم لکه ستاسو په شان د خُدائ پاک په خِدمت کښې سرګرم وم لکه څنګه چې نن تاسو ټول يئ.
خط يې ولوستو، هغۀ د پولوس نه تپوس وکړو چې تۀ د کومې صوبې اوسېدونکے يې. او کله چې ګورنر خبر شو چې هغه د کلکيه اوسېدونکے دے،
د غلامۍ نه د آزاد شوو خلقو د عبادتخانې نه څۀ مخالف کسان راوچت شول چې د هغوئ سره د کرينى او اسکندريى او د کلکيى او آسيه د صوبې يهوديان وُو. دې سړو د ستِفانوس سره بحث شروع کړو.
کله چې ايمانداران د دې نه خبر شول نو هغوئ هغه تر قيصريه پورې بوتلو او ترسس ته يې ولېږلو.