Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګلتيان 1:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 او نۀ زۀ په يروشلم کښې هغوئ ته ورغلم څوک چې زما نه مخکښې رسولان وُو، بلکې سمدستى عربستان ته لاړم او د هغه ځائ نه وروستو دمشق ته راواپس شوم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګلتيان 1:17
7 Iomraidhean Croise  

نو په دمشق کښې د عيسىٰ يو مريد وو او نوم يې حنانياس وو. مالِک هغۀ ته په رويا کښې آواز وکړو، ”اے حنانياس.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ حاضر يم.“


او د روټۍ خوړلو نه پس د هغۀ په وجود کښې طاقت راغلو. بيا ساؤل په دمشق کښې يو څو ورځې د عيسىٰ مريدانو سره پاتې شو.


او دا خواست يې ورته وکړو چې د دمشق د عبادتخانو په نوم اجازت نامه ورکړى کۀ هغه څۀ داسې ښځې يا سړى پېدا کړى چې د دې لارې منونکى وى نو هغه به يې يروشلم ته لاس تړلې راولى.


نو ساؤل د زمکې نه راپورته شو، خو کله چې هغۀ خپلې سترګې کولاو کړې نو څۀ ورته نۀ ښکارېدل، نو د هغۀ ملګرو هغه د لاسه ونيولو او دمشق ته يې بوتلو.


بيا درې کاله پس د پطروس سره د ملاقات دپاره زۀ يروشلم ته لاړم او پينځلس ورځې مې هغۀ سره تېرې کړې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan