13 نو بېشکه تاسو زما د مخکښې ژوند په حقله کله چې يهودى وم دا اورېدلى دى چې ما به د خُدائ پاک جماعت زورولو او د هغې د تباه کولو کوشش کولو.
او ساؤل هم په هغه کسانو کښې وو چې د ستِفانوس په مرګ راضى وُو. هم په هغه ورځ په يروشلم کښې د جماعت سره سخت ظلم شروع شو او د رسولانو نه بغېر ټول ايمانداران د يهوديه او سامريه په علاقو کښې خوارۀ وارۀ شول.
خو ساؤل جماعت تباه کولو. هغه کور په کور ورننوتو او نارينه او زنانه يې نيول او هغوئ يې قېدخانې کښې اچول.
هغوئ ټولو چې د هغۀ واورېدل نو حق حېران شول او وې وئيل چې، ”دا هغه سړے نۀ دے چا چې په يروشلم کښې هغه خلق وژل چې د عيسىٰ نوم به يې اخستلو؟ او ولې دے دلته د دې دپاره نۀ دے راغلے چې دغه خلق ګرفتار کړى او مشر اِمام ته يې لاس تړلى بوځى؟“
کله چې ساؤل يروشلم ته راورسېدو نو هغۀ کوشش وکړو چې مريدانو سره يو ځائ شى خو هغوئ ټول د هغۀ نه يرېدل ځکه چې د هغوئ په دې يقين نۀ راتلو چې هغۀ ايمان راوړے دے.
د يهوديانو او يونانيانو او د خُدائ پاک د جماعت دپاره د تيندک سبب مۀ جوړېږئ.
زۀ په رسولانو کښې د ټولو نه ورکوټے يم تر دې چې د رسول بللو لائق هم نۀ يم ځکه چې ما د خُدائ پاک جماعت زورَولے وو.
د جوش په نسبت د جماعت زورونکے، او د شريعت د صداقت د لاندې بېعېبه يم.
اګر کۀ مخکښې زۀ کُفر غرونکے او عذاب ورکوونکے او ګستاخ سړے وم، خو په ما رحم وشو ځکه چې ما د بېايمانۍ په حالت او په ناپوهۍ کښې دا کارونه کړى وُو.
او زمونږ د مالِک فضل په ما ډېر نازل شو د هغه ايمان او مينې په وجه چې د عيسىٰ مسيح په يووالى کښې دے.