Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګلتيان 1:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 زما وروڼو او خوېندو، زۀ دا غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې کوم زيرے چې ما درته اورَولے دے هغه انسانى نۀ دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګلتيان 1:11
9 Iomraidhean Croise  

دا هغه زيرے دے چې زۀ يې تاسو ته اوروم، هغه ورځ راتلونکى ده چې خُدائ پاک به د عيسىٰ مسيح په وسيله د خلقو د پټو خيالونو عدالت وکړى.


ځکه چې کومې خبرې ما تاسو ته حواله کړې نو هغه ما د مالِک نه حاصلې کړې دى، چې په کومه شپه د مالِک عيسىٰ مُخبرى وشوه روټۍ يې راواخسته،


ځکه چې څۀ وخت چې يو وائى چې زۀ د پولوس په ډله کښې يم او بل وائى چې زۀ د اپولوس په ډله کښې يم، نو ولې تاسو په داسې کولو د انسانى فطرت په مطابق نۀ شوئ؟


ولې زۀ دا خبرې د بنى آدم د خيال نه کوم؟ ولې شريعت هم داسې نۀ وائى؟


د پولوس رسول د طرف نه، چې نۀ هغه انسانانو مقرر کړو، او نۀ يې د بل چا نه رسالت حاصل کړو، بلکې عيسىٰ مسيح او خُدائ پلار په خپله مقرر کړو، چا چې مسيح د مړو نه بيا ژوندے کړو.


زۀ په دې خبره حېران يم چې تاسو دومره زر د هغه چا نه مخ اړوئ چا چې تاسو د مسيح په فضل رابللى يئ، او اوس د بل زېرى پسې ګرځئ،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan