Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 9:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 خو اے مالِکه خُدايه، زمونږ خُدايه پاکه، تۀ د لږ وخت دپاره په مونږ مِهربانه يې چې زمونږ څۀ کسان دې ژوندى پرېښى دى چې د غلامۍ نه وتښتى او په دې مقدس ځائ کښې په حِفاظت سره اوسيږى. تا مونږ د غلامۍ نه آزاد کړى يُو او يو نوے ژوند دې راکړے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 9:8
36 Iomraidhean Croise  

د اسور بادشاه خپل مشر آفسر د ژوندى خُدائ د بې‌عزتۍ کولو دپاره رالېږلے دے. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دې د دې بې‌عزتۍ نه خبر شى او چې چا دا بې‌عزتى کړې وى نو هغوئ له دې سزا ورکړى. زمونږ د ژوندو پاتې خلقو دپاره خُدائ پاک ته سوال وکړئ.“


مونږ غلامان وُو، خو تا مونږ په غلامۍ کښې پرې نۀ ښودو. تا د فارس بادشاهان مونږ سره ښۀ کړل او دا اجازت دې راکړو چې خپل ژوند تېروو او ستا هغه کور بيا جوړ کړُو، کوم چې تباه شوے وو او دې ته دې هم پرېښودو چې په يهوداه او يروشلم کښې مونږ ته حِفاظت مِلاو شى.


مالِکه خُدايه، اوس زما سوال واوره او د خپلو نورو ټولو خِدمتګارانو دُعاګانې واوره چې چا ته ستا د نوم په درناوى کولو کښې خوشحالى ملاويږى. او ما له کاميابى راکړه او داسې بادشاه نن په ما مِهربانه کړه. د هغۀ په زړۀ کښې دا خبره واچوه چې په ما رحم وکړى.“ په هغه وخت کښې زۀ د بادشاه ساقى وم.


خو ستا د لوئ رحم په وجه، تا هغوئ نۀ پرېښودل او نۀ دې تباه کړل. تۀ رحمان او رحيم خُدائ پاک يې.


هغه يې د قبر نه بچ کوى، او د ژوند په خوند يې پوهوى.


مالِکه زما خُدايه، راشه ما له جواب راکړه. سترګې مې روښانه کړه ګنې مړ به شم،


مۀ خوشحالوه ما باندې تۀ زما دشمنان، چې، ”ور مو کړُو شکست،“ وائى به دوئ مدام. دوئ مۀ خوشحالوه زما په لړزان.


زۀ کۀ څۀ هم د مصيبتونو په مينځ کښې ګرځم، تۀ زما ژوندون بچ کوې. تۀ خپل لاس زما د دشمنانو د غصې په خلاف راوږدوې، د خپل ښى لاس سره دې ما بچ کوې.


څوک چې په هغۀ توکل کوى نو د خوشحالۍ نه ځليږى، مختورن به نۀ وى او نۀ به شرميږى.


ولې تۀ‎‎‎‎‎‎ به دوباره مونږه تازه نۀ کړې څۀ‎‎‎؟ چې ستا خلق په تا کښې خوشحالى وکړى.


په دې کښې غريب او ظالم دواړه يو شان دى، ځکه مالِک خُدائ دواړو ته ژوندون ورکړے دے.


د هوښيارانو خبرې د تېرو چُوکو په شان دى، د جمع شوى متلونو خبرې د چُوکو په څوکه کښې د مېخونو په شان دى چې يو شپون يې د ګډو د بوتلو دپاره استعمالوى.


کۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج يو څو کسان ژوندى نۀ وے پرېښے، نو يروشلم به د سدوم او عموره په شان تباه شوے وو.


په هغه ورځ به مالِک خُدائ تاسو له د تکليفونو او پرېشانو نه آرام درکړى او د هغه سخت کار نه به مو خلاص کړى چې د ستاسو نه په زور اخستے شو.


نو زۀ به هغوئ له زما په خپل کور او د هغې چارديوارۍ کښې يو داسې يادګار او نوم ورکوم چې د لوڼو او زامنو نه به زيات ښۀ وى. او کوم نوم به چې زۀ هغوئ له ورکوم نو هغه به تل تر تله وى او هيڅکله به ختميږى نه.


زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم.


کۀ په هغه مُلک کښې صرف لسمه حِصه خلق هم پاتې وى، نو هغه به بيا وسوزولے شى. هغه به د څېړۍ د ونې په شان داسې کټ شى چې صرف مونډ يې باقى پاتې شى.“ دا مونډ به يو مقدس تخم وى.


يرمياه نبى ته راغلل او ورته يې ووئيل، ”مونږ ستا مِنت کوُو چې زمونږ دپاره د مالِک خُدائ ستا مقدس خُدائ نه دُعا وغواړه، کوم چې پاتې شوى کسان يُو. لکه څنګه چې تۀ وينې چې د مخکښې په مقابل کښې اوس مونږ ډېر لږ يُو.


د يهوداه څومره خلق چې دلته مِصر ته پناه اخستو دپاره راغلى دى هغه ټول به دلته هلاک شى. څوک به هم يهوداه ته واپس لاړ نۀ شى. تر دې چې هغوئ به د دوباره هلته د تلو او آبادېدو ډېر خواهش هم کوى. خو په هغوئ کښې به صرف يو څو کسان واپس شى.“


خو بيا هم به څۀ کسان ژوندى پاتې شى خو هغوئ به تاسو سره په جلاوطنۍ کښې يوځائ شى. کله چې تاسو په خپله د هغوئ بد عملونه وګورئ، نو بيا به تاسو په خپله ووايئ چې کوم افتونه ما په يروشلم نازل کړى وُو هغه ضرورى وُو.


په ډېر لږ وخت کښې به هغه مونږ بحال کړى او په لږ وخت کښې به شفا راکړى او داسې به مونږ د هغۀ په حضور کښې ژوند تېروو.


اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا د شُهرت نه خبر يم، ستا د عجيبه کارونو په وجه زۀ په يره کښې يم، اے مالِکه خُدايه. زمونږ د ژوند په ورځو کښې خپل کار تازه کړه، زمونږ په وخت کښې هغه دوباره څرګند کړه. او په خپله غصه کښې دې رحم ياد ساته.


خو زۀ به په تا کښې خاکساره او عاجز خويه خلق پرېږدم، څوک چې د مالِک خُدائ په نوم يقين کوى.


د يهوداه نه به د ګوټ کاڼے، د خېمې موږے، د جنګ لينده جوړه شى، د هغې نه به هر يو حکمران راشى.


”تخم به په خير سره کَرلے کيږى، د انګورو بوټى به ښۀ مېوه کوى، زمکه به خپل فصلونه کوى، او آسمانونه به پرخه ورَوى. زۀ به دا هر څۀ د ميراث په توګه د دې خلقو ژوندى پاتې شوو ته ورکړم.


مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”کېدے شى چې د هغه وخت پاتې شوى خلقو ته دا ناممکنه ښکارى، خو آيا دا به ما ته هم ناممکنه ښکارى؟“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


او يشعياه د بنى اِسرائيلو په حق کښې په چغو وائى چې، ”سره د دې چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره وى، خو صرف لږ به په کښې خلاصون ومومى،


هر هغه څوک چې کامياب شى نو هغوئ به زما د خُدائ د کور ستن شى، او هغوئ به هر وخت په هغې کښې اوسيږى. زۀ به په هغوئ د خپل خُدائ نوم وليکم او هغوئ به زما د خُدائ پاک د ښار اوسېدونکى شى يعنې د نوې يروشلم کوم چې د آسمان نه ښکته راځى او زۀ به پرې خپل نوے نوم وليکم.


خو يونتن خبر نۀ وو چې د هغۀ پلار د خلقو نه قسم اخستے دے، نو هغۀ چې کومه امسا ګرځوله هغه يې وروړله، د دې سر يې د شاتو په ګبين کښې ډُوب کړو او لږ يې وخوړل. او هغه سمدستى تازه دم شو.


يونتن ورته په جواب کښې ووئيل، ”زما پلار زمونږ د خلقو سره څۀ بد کار کړے دے. ګورئ، ما لږ شات وخوړل او څومره تازه دم شوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan