Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 9:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 نو څوک چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د کلام په وجه يرېدلى وُو ځکه چې هغوئ د جلاوطنۍ نه راواپس خلقو د نافرمانۍ نه خبر شول هغوئ ټول راغلل او زما سره کښېناستل. او زۀ هلته د ماښام د قربانۍ د وخت پورې سخت خفه ناست وم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 9:4
13 Iomraidhean Croise  

نو تۀ پښېمانه شوې او د خُدائ پاک په حضور کښې دې خپل ځان عاجز کړو، کله چې تا واورېدل چې هغۀ د دې ځائ او خلقو خلاف خبرې وکړې. کله چې تا خپل ځان زما د وړاندې عاجز کړو او خپلې جامې دې وشلولې او زما په حضور کښې وژړل، نو ما ستا دعا واورېدله، مالِک خُدائ فرمائى،


نو چې اوس مونږ د خپل خُدائ پاک سره دا لوظ وکړُو چې مونږ به دا ښځې طلاقې کړُو او سره د ماشومانو به يې وشړُو. مونږ به هم هغه شان وکړُو چې څنګه تۀ او هغه نور کسان مشوره راکړئ چې کوم د خُدائ پاک د حُکمونو درناوے کوى. چې د خُدائ پاک قانون څۀ مطالبه کوى نو مونږ به هم هغه شان کوُو.


په درېو ورځو کښې، د نهمې مياشتې په شلمه ورځ، هغه ټول سړى يروشلم ته راغلل کوم چې د يهوداه او بنيامين په علاقه کښې اوسېدل او د خُدائ پاک د کور د جرګې په ځائ کښې راغونډ شول. او په هغه وخت کښې دروند باران ورېدلو، د باران او د دې مسئلې په وجه هر يو کس رپېدو.


د اوښکو سېلابونه مې د سترګو نه بهيږى ځکه چې ستا په شريعت باندې عمل نۀ کيږى


يو ګډُورے د سحر په وخت کښې د قربانۍ په توګه پېش کوه او بل په ماښام کښې.


دوېم ګډُورے په ماښام کښې قربانى کړه او د سحر په شان هم هغه هومره اوړو سره، د زيتُونو تېلو او مے سره يې پېش کړه. دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانه ده او د دې خوشبو په هغۀ ښۀ لګى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”ما په خپل لاس دا هر څۀ جوړ کړل، نو بيا دا په وجود کښې راغلل. زۀ د هغه خلقو خيال ساتم څوک چې عاجزان او توبه کوونکى دى، او زما د کلام په وړاندې د يرې نه ريږدى.


اے تاسو ټول څوک چې د مالِک خُدائ د کلام په وړاندې ريږدئ، د هغۀ کلام واورئ، ”ستاسو خپل خلق ستاسو نه نفرت کوى او زما د نوم له وجې تاسو د خپلوالۍ نه وباسى. هغوئ په تاسو پورې خندا کوى او وائى، مالِک خُدائ دې خپله لوئى ښکاره کړى چې مونږ ستاسو خوشحالى ووينو. خو هغوئ به په خپله د شرم سره مخ شى.


او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”د يروشلم په ټول ښار کښې وګرځه او د هر هغه چا په تندى باندې نښه ولګوه څوک چې وير او ماتم کوى په هغه ټولو حرامو کارونو باندې چې په دې کښې وشى.“


کله چې دا رويا ما وليده نو په هغه وخت کښې ما دانيال د درې هفتو نه ماتم کولو.


ما لا دُعا کوله چې جبرائيل، هغه سړے چې ما مخکښې په رويا کښې ليدلے وو ما له په تېزۍ سره راغلو، د ماښام د قربانۍ وخت وو.


بيا يو اِسرائيلى يوه ميديانې ښځه د موسىٰ او د ټول قوم په مخکښې خپلې خېمې ته دننه بوتله، په هغه وخت کله چې هغوئ د مالِک خُدائ د حضور خېمې په دروازه کښې ماتم کولو.


يوه ورځ ماسپښين درې بجې د عبادت په وخت پطروس او يوحنا د خُدائ کور ته تلل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan