Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 9:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 نو بيا مونږ ستا حُکمونه څنګه مات کړُو او هغه حرام کاره خلقو سره ودونه وکړُو؟ کۀ مونږ داسې وکړُو نو تۀ به دومره غصه شې چې تباه به مو کړې او يو کس به هم ژوندے پرې نۀ ږدې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 9:14
20 Iomraidhean Croise  

عزرا اِمام ودرېدو او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”تاسو بې‌وفا وئ او د غېرو قومونو د ښځو سره د ودونو په وجه مو بنى اِسرائيليان ګناهګار کړى دى.


يهوديانو سړو د پردى مُلک ښځو سره ودونه کول، نو په دې وجه د خُدائ پاک مقدس خلق پليت شول. د افسوس خبره دا ده چې مشران او آفسران په دې بدعملۍ کښې د هر چا نه وړاندې وُو.


خو اے مالِکه خُدايه، زمونږ خُدايه پاکه، تۀ د لږ وخت دپاره په مونږ مِهربانه يې چې زمونږ څۀ کسان دې ژوندى پرېښى دى چې د غلامۍ نه وتښتى او په دې مقدس ځائ کښې په حِفاظت سره اوسيږى. تا مونږ د غلامۍ نه آزاد کړى يُو او يو نوے ژوند دې راکړے دے.


دا بلکل هم هغه کار دے چې خُدائ پاک پرې ستاسو پلار نيکۀ له سزا ورکړه چې کله هغۀ په ښار باندې تباهى راوسته. او تاسو نور زور هم کوئ چې د بنى اِسرائيلو په مُلک باندې د خُدائ پاک نور قهر هم نازل شى ځکه چې د سبت د ورځې سپکاوے کيږى.“


د هغوئ يا د هغوئ د معبودانو سره لوظ مۀ کوئ.


اوس، تۀ ما مۀ منعې کوه. زۀ هغوئ ته په قهر يم او هغوئ تباه کوم. بيا به زۀ تا او ستا د اولاد نه يو لوئ قوم جوړ کړم.“


کۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج يو څو کسان ژوندى نۀ وے پرېښے، نو يروشلم به د سدوم او عموره په شان تباه شوے وو.


ولې تاسو د خپل پلار نيکۀ ګناهونه، د يهوداه د بادشاهانو او د مَلِکو ګناهونه، او هغه ګناهونه چې تاسو او ستاسو ښځو په يهوداه او يروشلم کښې کړى دى هېر کړل؟


مالِک خُدائ فرمائى چې، اے زما خِدمتګاره يعقوبه مۀ يرېږه، ځکه زۀ تا سره يم. زۀ به په پوره توګه هغه قومونه تباه کړم کومو ته چې تاسو ما جلا وطن کړى وئ، خو زۀ به تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم. زۀ به ستاسو په اِنصاف سره تنبيه وکړم، زۀ به تاسو بې‌سزا نۀ پرېږدم.“


خو زۀ به ځينې خلق بچ کړم، او په تاسو کښې به څۀ خلق د تُورې د مرګ نه وتښتى او په نورو قومونو او مُلکونو کښې به خوارۀ شى.


”تاسو د دې خلقو نه لرې شئ، چې سمدستى يې تباه کړم.“


”د دې خلقو نه لرې شه او زۀ سمدستى هغوئ تباه کوم.“ خو موسىٰ او هارون پړمخې پرېوتل،


د دې نه پس عيسىٰ هغه د خُدائ په کور کښې وليدو او ورته يې وفرمائيل، ”وګوره، تۀ ښۀ شوے يې. نوره ګناه مۀ کوه، چې د دې نه درته زيات تکليف پېښ نۀ شى.“


نو بيا مونږ په دې کښې څۀ ووايو؟ ولې مونږ دې په ګناهونو کښې اخته يُو د دې دپاره چې فضل نور هم زيات شى؟


تۀ د هغوئ دپاره ما ته مِنت ونۀ کړې. زۀ هغوئ تباه کوم او هيڅ څوک به يې بيا نوم وانۀ خلى. نو زۀ به تا د داسې قوم پلار جوړ کړم چې د دوئ نه به لوئ او طاقتور وى.


د سينا په غرۀ باندې هم تاسو مالِک خُدائ دومره غصه کړو چې ستاسو بربادولو ته تيار وو.


تاسو چې د هغه خلقو سره هيڅ لوظ ونۀ کړئ کوم چې په دې مُلک کښې اوسيږى بلکې د هغوئ د قربانۍ ځايونه راوغورزوئ. خو تاسو زما د حُکم نافرمانى کړې ده. تاسو داسې ولې کړى دى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan