Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 9:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 هغوئ مونږ ته ووئيل چې مونږ دې هيڅکله د هغه خلقو سره ودونه ونۀ کړُو او نۀ د هغوئ سره د ښۀ کېدو او کاميابېدو دپاره مدد وکړُو دا د دې دپاره چې هغه څيزونه مونږ ته مِلاو شى چې په هغه مُلک کښې پېدا کيږى او چې دا مُلک به زمونږ اولاد ته په ميراث کښې مِلاو شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 9:12
17 Iomraidhean Croise  

نو اوس زما خلقو، زمونږ د خُدائ پاک او د مالِک خُدائ د خلقو بنى اِسرائيلو د غونډې په مخکښې زۀ تاسو ته وايم چې هغه هر څۀ هم هغه شان پوره پوره منئ چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د هغې حُکم راکړے دے، نو چې دا ښۀ مُلک ستاسو ميراث وى او چې د همېشه دپاره يې خپلو راتلونکو نسلونو ته منتقل کړئ.“


د حنانى زوئ ياهُو پېغمبر د بادشاه سره مِلاوېدو له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا په خيال کښې دا صحيح خبره ده چې د هغه خلقو مدد وکړے شى چې کوم بدعمله دى او د هغه خلقو طرفدارى وکړے شى چې څوک د مالِک خُدائ نه نفرت کوى؟ تا چې څۀ کړى دى د هغې په وجه تا په خپل ځان باندې د مالِک خُدائ غصه راپارولې ده.


يهوديانو سړو د پردى مُلک ښځو سره ودونه کول، نو په دې وجه د خُدائ پاک مقدس خلق پليت شول. د افسوس خبره دا ده چې مشران او آفسران په دې بدعملۍ کښې د هر چا نه وړاندې وُو.


د هغوئ يا د هغوئ د معبودانو سره لوظ مۀ کوئ.


يو ښۀ انسان د خپل نسل دپاره ميراث پرېږدى، خو د ګناهګارو مال دولت صادقانو ته حواله کيږى.


صادقه انسان نېک ژوند تېروى او د هغۀ راروان نسل بختور وى.


خو کۀ تاسو خپلې رضا سره تابعدار يئ، نو چې زمکه کوم ښۀ څيزونه پېدا کوى، هغه به تاسو خورئ.


چې تر کومې پورې تاسو ژوندى يئ، د هغوئ مدد مۀ کوئ چې هغوئ د خېر او خوشحالۍ ژوند وکړى.


ادوميانو ته سپک مۀ ګورئ، هغوئ ستاسو خپلوان دى. او مِصريانو ته هم سپک مۀ ګورئ، په يو وخت کښې تاسو د هغوئ په مُلک کښې اوسېدئ.


د هغوئ سره ودونه مۀ کوئ او خپل اولاد هغوئ سره ودونو ته مۀ پرېږدئ،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan