Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 9:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 هغه حُکمونه کوم چې تا مونږ له د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه راکړى وُو. هغوئ مونږ ته ووئيل چې مونږ د کوم مُلک قبضه کولو له روان يُو هغه مُلک د هغه خلقو د بد عملى په وجه ناپاک وو کوم چې په کښې اوسېدل او هغوئ دا د يو سر نه تر بله سر پورې د بې‌شرمۍ او حرام کارونو نه ډک کړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 9:11
11 Iomraidhean Croise  

منسى دومره ډېر بې‌ګناه خلق قتل کړل چې د يروشلم د يو سر نه تر بل سر پورې وينې بهېدلې، د دې نه علاوه هغۀ د يهوداه خلق د بُت پرستۍ طرف ته بوتلل او هغوئ يې دې ته جوړ کړل چې د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړى.


منسى د هغه قومونو هغه حرام کارونه کول کوم چې د مالِک خُدائ په نظر کښې بد وُو. دا هم هغه خلق وُو کوم چې مالِک خُدائ په هغه وخت کښې د هغه مُلک نه ويستلى وُو چې کله د هغۀ خلق مخ په وړاندې تلل.


دا قربانۍ هغه ټولو بنى اِسرائيلو وخوړلې چې څوک د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو او ورسره هغه خلقو هم وخوړلې چا چې د غېرو قومونو غلط رسمونه پرېښى وُو د دې دپاره چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک عبادت وکړى.


کله چې دا هر څۀ وشول نو د بنى اِسرائيلو څۀ مشران راغلل او ما ته يې ووئيل چې خلقو، اِمامانو او ليويانو خپل ځانونه د ګاونډى مُلکونو يعنې عمون، موآب، مِصر، کنعان، حِتى، فرزى، يبوس او امورى مُلک د خلقو نه جدا نۀ ساتل. دوئ هم هغه حرام کارونه کول چې کوم هغه خلقو کول.


خو اے خُدايه پاکه، نو مونږ په دې کښې څۀ ووايو؟ مونږ ستا د حُکمونو بيا نافرمانى کړې ده،


او کۀ چرې تاسو زما د خِدمت کوونکو پېغمبرانو کلام ته غوږ ونۀ نيسئ کوم چې ما تاسو ته بار بار درلېږلى دى خو تاسو هغوئ ته غوږ ونۀ نيولو،


نو اے خوږو دوستانو، نو چې مونږ سره داسې وعدې شوې دى نو راځئ چې مونږ خپل ځانونه د هر قِسمه جسمانى او روحانى ناپاکو نه پاک کړُو او د خُدائ پاک د يرې نه خپل پاکوالے کمال ته ورسوو.


د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت هغه شان مۀ کوئ چې څنګه هغوئ د خپلو معبودانو عبادت کوى، ځکه چې هغوئ د خپلو معبودانو په عبادت کښې ټول هغه حرام کارونه کوى چې مالِک خُدائ ترې نه نفرت کوى. تر دې پورې چې هغوئ په اور کښې خپل بچى هم قربانى کوى.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د هغه خلقو نه کرکه کوى څوک چې دا حرام کارونه کوى، نو ځکه مالِک خُدائ به هغه قومونه وشړى چې تاسو مخ په وړاندې ځئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan