10 خو اے خُدايه پاکه، نو مونږ په دې کښې څۀ ووايو؟ مونږ ستا د حُکمونو بيا نافرمانى کړې ده،
يهوداه ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ تا ته څۀ ووايو؟ مونږ څۀ وئيلے شُو؟ مونږ د خپل ځان صفائى څنګه پېش کړُو؟ خُدائ پاک زمونږ غلطى راڅرګنده کړې ده. اوس به مونږ ټول سره د هغه وروره چې جام ورسره نيولے شوے دے ستا غلامان شُو.“
هغه حُکمونه کوم چې تا مونږ له د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه راکړى وُو. هغوئ مونږ ته ووئيل چې مونږ د کوم مُلک قبضه کولو له روان يُو هغه مُلک د هغه خلقو د بد عملى په وجه ناپاک وو کوم چې په کښې اوسېدل او هغوئ دا د يو سر نه تر بله سر پورې د بېشرمۍ او حرام کارونو نه ډک کړے وو.
مونږ غلامان وُو، خو تا مونږ په غلامۍ کښې پرې نۀ ښودو. تا د فارس بادشاهان مونږ سره ښۀ کړل او دا اجازت دې راکړو چې خپل ژوند تېروو او ستا هغه کور بيا جوړ کړُو، کوم چې تباه شوے وو او دې ته دې هم پرېښودو چې په يهوداه او يروشلم کښې مونږ ته حِفاظت مِلاو شى.
ډېر کالونه تا هغوئ ته صبر کولو. تا د خپلو پېغمبرانو په ذريعه هغوئ له خبردارے ورکولو، خو ستا خلقو غوږ نۀ نيولو، نو تا هغوئ نورو قومونو ته حواله کړل چې فتح يې کړى.
زمونږ بادشاهانو، زمونږ مشرانو او زمونږ اِمامانو، زمونږ پلار نيکۀ ستا قانون نۀ دے منلے. هغوئ ستا قانون او خبردارى ته غوږ نۀ نيولو.
مونږ هم د خپل پلار نيکۀ په شان ګناه ګار يُو، مونږ غلط کارونه وکړل او بدعمله يُو.
د مالِک خُدائ پائيداره مينه هيڅکله نۀ ختميږى او د هغۀ رحم هيڅکله نۀ ختميږى.
اوس مونږ په دې پوهيږو چې شريعت د هغه خلقو دپاره دے چا ته چې هغه ورکړے شوے دے، د شريعت مقصد صرف دا دے چې څوک بهانه نۀ شى کولے. شريعت مونږ ته دا راپه ګوته کوى چې ټوله دُنيا به د خُدائ پاک په حضور کښې حساب کِتاب ورکوى.
اے مالِکه خُدايه، اوس چې بنى اِسرائيل د دشمنانو نه په شا شوى دى نو زۀ څۀ ووايم؟