Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 8:33 - Pakistani Yousafzai Pashto

33 او بيا په څلورمه ورځ مونږ د خُدائ پاک کور ته لاړو او هغه سپين زر، سرۀ زر او لوښى مو وتلل او د اورِياه زوئ مريموت اِمام ته مو حواله کړل. د هغۀ سره اِلى‌عزر، د فينحاس زوئ او دوه ليويان، د يشوَع زوئ يوزبد او د بِنوئى زوئ نوعيدياه هم وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 8:33
16 Iomraidhean Croise  

ليويان: يوزبد، سِمعى، قلاياه (چې قليتاه هم بللے شو)، فتحياه، يهوداه او اِلى‌عزر،


دا د ليويانو د قبيلو تفصيل دے چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول: د يشوَع او د قدمى‌اېل خاندان چې د هُوداوياه د اولاد وو د قبيلې څلور اويا کسان، د آسف د اولاد د مالِک خُدائ د کور موسيقاران يو سل او اتۀويشت کسان، د سلوم، اطير، طلمون، عقوب، حطيطا او شوبى د اولاد د مالِک خُدائ د کور څوکيداران يو سل او يو کم څلوېښت کسان.


بيا ما هغه سپين زر، سرۀ زر او لوښى وتلل کوم چې بادشاه، د هغۀ مشيرانو او د هغۀ آفسرانو او بنى اِسرائيلو د دې دپاره راکړى وُو چې د خُدائ پاک په کور کښې استعمال شى او ما دا اِمامانو له ورکړل.


ما دا څيزونه هغوئ له ورکړل: دوويشت ټنه سپين زر، سل د سپينو زرو لوښى چې د دې ټول وزن اويا کلو وو، درې زره او څلور سوه کلو سرۀ زر، شل د سرو زرو جامونه چې تقريباً اتۀ نيم کلو وُو، دوه د زېړو ښائسته جامونه، چې په قيمت کښې د سرو زرو د جامونو برابر وُو.


د مالِک خُدائ کور ته تر رسېدو پورې د دې ښۀ حِفاظت وکړئ. هلته د اِمامانو په کوټه کښې دا وتلئ او د مشرانو اِمامانو او د ليويانو او په يروشلم کښې د بنى اِسرائيلو مشرانو ته يې حواله کړئ.“


نو اِمامانو او ليويانو د هغه سپينو زرو، سرو زرو او د لوښو ذمه وارى واخستله چې په يروشلم کښې يې د مالِک خُدائ کور ته يوسى.


هر يو څيز وشمېرلے شو او تللے شو او په هغه وخت پوره حِساب کِتاب وشو.


ليويان: د ازنياه زوئ يشوَع، د حنداد د قبيلې بِنوئى، قدمى‌اېل، شبنياه، هودياه، قليتاه، فلاياه، حنان، ميکا، رِحوب، حسبياه، زکور، سربياه، شبنياه، هودياه، بانى او بنينو.


د اورِياه زوئ او د هقوض نمسى مريموت ورپسې برخه جوړه کړه، چې دا د اِلياسب د کور تر آخرى سر پورې رسېدلې وه.


د حنداد زوئ بِنوئى ورپسې برخه جوړه کړه، چې دا د عزرياه د کور نه واخله د دېوال د ګوټ پورې وه،


د اورِياه زوئ او د هقوض نمسى مريموت ورپسې برخه جوړه کړه. د برکياه زوئ او د مشيزب‌ايل نمسى مسلام ورپسې برخه جوړه کړه. د بعنه زوئ صدوق بله برخه جوړه کړه.


بيا هغوئ په خپلو خپلو ځايونو باندې ودرېدل، او دې ليويانو ورته د شريعت تشريح وکړه، يشوَع، بانى، سربياه، يمين، عقوب، سبتى، هودياه، معسياه، قليتاه، عزرياه، يوزبد، حنان او فلاياه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan