31 دا د اولې مياشتې دولسمه ورځ وه چې مونږ يروشلم ته د تلو دپاره د اهاوا نِهر نه روان شُو. زمونږ خُدائ پاک مل وو او چې مونږ سفر کولو نو مونږ يې د دشمن د حملو نه او د ډاکوانو نه بچ کولو.
د خُدائ پاک په فضل سره په ما باندې بادشاه، د هغۀ مشيران او د هغۀ ټول طاقتور آفسران مهربان شوى دى، مالِک خُدائ زما خُدائ پاک ما له حوصله راکړې ده او زۀ د دې قابل شوے يم چې د بنى اِسرائيلو د ډلو ډېر مشران دې ته جوړ کړم چې زما سره راواپس شى.“
ما د هغه نِهر سره ټوله ډله راغونډه کړه کوم چې د اهاوا ښار ته بهيږى او مونږ هلته درې ورځې خېمې لګولې وې. ما وليدل چې هلته په ډله کښې اِمامان وُو، خو ليويان نۀ وُو.
کله چې تاسو دا څيزونه وګورئ نو ستاسو زړونه به خوشحاله شى، او د تازه شينکى په شان به زور کښې شئ. او هر څوک به ووينى چې د مالِک خُدائ لاس د هغۀ د خادِمانو سره دے، او د هغۀ غصه د هغۀ د دشمنانو خلاف ده.
او خواست يې ورته وکړو چې د پولوس خلاف په مونږ دا مهربانى وکړه چې هغه يروشلم ته ولېږه، په حقيقت کښې هغوئ په لاره د هغۀ د وژلو سازش کړے وو.
خو تر ننه پورې خُدائ پاک زما مل دے، نو ځکه زۀ دلته ستاسو په وړاندې ولاړ يم او لويو او وړو ته دا ګواهى ورکوم د څۀ چې نبيانو او موسىٰ پېشګوئې کړې ده، د دې نه بغېر نور څۀ نۀ وايم،