Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 8:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 نو اِمامانو او ليويانو د هغه سپينو زرو، سرو زرو او د لوښو ذمه وارى واخستله چې په يروشلم کښې يې د مالِک خُدائ کور ته يوسى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 8:30
6 Iomraidhean Croise  

د هغه څيزونو شمېر دا وو: د سرو زرو دېرش جامونه، د سپينو زرو يو زر جامونه، يو کم دېرش نور ښانکونه، دېرش د سرو زرو واړۀ جامونه، څلور سوه او لس د سپينو زرو واړۀ جامونه او يو زر نور لوښى.


زۀ په دې باندې شرمېدلم چې د بادشاه نه مې يو لښکر او په آسونو سوارۀ فوجيان غوښتى وے چې زمونږ د سفر په دوران کښې د دشمنانو نه زمونږ حِفاظت وکړى، ځکه چې ما هغۀ ته وئيلى وُو چې زمونږ خُدائ پاک هغه هر چا له برکت ورکوى چې څوک ورباندې ايمان لرى، خو هر څوک چې د هغۀ نه واوړى نو د هغوئ نه خفه کيږى او سزا ورکوى.


او بيا په څلورمه ورځ مونږ د خُدائ پاک کور ته لاړو او هغه سپين زر، سرۀ زر او لوښى مو وتلل او د اورِياه زوئ مريموت اِمام ته مو حواله کړل. د هغۀ سره اِلى‌عزر، د فينحاس زوئ او دوه ليويان، د يشوَع زوئ يوزبد او د بِنوئى زوئ نوعيدياه هم وو.


او زمونږ د مالِک خُدائ او خُدائ پاک د کور په خاطر يې غواړم، او زۀ به ستا خير خواه يم.


د لبنان شان او شوکت به تا له راشى. د نختر، د صُندل او د سبر ونې به تا له راشى چې زما کور ښائسته کړے شى او داسې به زۀ خپل کور له جلال ورکوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan