29 د مالِک خُدائ کور ته تر رسېدو پورې د دې ښۀ حِفاظت وکړئ. هلته د اِمامانو په کوټه کښې دا وتلئ او د مشرانو اِمامانو او د ليويانو او په يروشلم کښې د بنى اِسرائيلو مشرانو ته يې حواله کړئ.“
نو په دې وجه خبردار اوسئ، او دا خبره ياد ساتئ چې ما تر درېو کالو پورې شپه او ورځ په تاسو کښې هر يو ته په ژړا انګولا سره تعليم درکړو.
خو تۀ په هر حالت کښې خپل ځان په هوش کښې ساته، سختۍ وزغمه، د زيرى کار کوه او د خُدائ پاک د خادِم په حيث خپل خِدمت پوره کوه.