Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 8:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 ما اِمامانو ته ووئيل، ”تاسو مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک ته وقف او مقدس شوى يئ او داسې هغه ټول سپين زر، سرۀ زر او لوښى هم ستاسو په شان مقدس دى کوم چې هغۀ ته د رضاکارانه نذرانو په توګه راوړلے شوى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 8:28
15 Iomraidhean Croise  

او هغوئ ته دا کارونه حواله شوى وُو: د مالِک خُدائ د کور په عبادت کښې د هارون د اولاد مدد کول، د کور د دربارونو او کوټو خيال ساتل، او چې کوم څيزونه مقدس وُو هغه هر څۀ د پليتېدو نه پاک ساتل،


نور ليويان د مالِک خُدائ د کور د ګودامونو ذمه وار وُو او په هغه ګودامونو کښې خُدائ پاک ته وقف شوى څيزونه پراتۀ وُو.


کله چې مرمت ختم شو، نو هغه پاتې شوى سرۀ زر او سپين زر بادشاه او يهويدع له ورکړے شول، چې هغوئ دا د مالِک خُدائ د کور د جامونو او نور سامان جوړولو دپاره استعمال کړل. چې ترڅو پورې يهويدع ژوندے وو، نو نذرانې به مسلسل د مالِک خُدائ په کور کښې پېش کېدلې.


ټولو بنى اِسرائيلو، نرانو او ښځو چې د چا زړۀ هم غوښتل مالِک خُدائ ته يې د هغه کار دپاره خپلې نذرانې راوړې چې مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم ورکړے وو.


ځئ، ځئ، د دغه ځائ نه ځئ. چې يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، څوک چې د مالِک خُدائ د کور سامان وړى تاسو خپل ځانونه پاک وساتئ او لاړ شئ.


د ليوى قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، تۀ خپله رضا د اُوريم او تميم په ذريعه څرګندوې د خپلو وفادارو خِدمتګارانو، ليويانو په ذريعه، هغوئ تا په مسه کښې وآزمائيل او د مريبه چينو سره دې رښتونى ثابت کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan